
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې ځینې وخت له بسترې ټوېټونه کوي.
نوموړي دغه څرګندونې له ای ټي وي سره د مرکې پر مهال کړې دي. نوموړي د خپلو ټوېټونو په اړه ویلي، ((خپل ډېر ټوېټونه سهار او ماښام کوم، خو کله کله له بسترې او د سهار د چای څښلو پر مهال هم ټوېټونه کوم ځکه د ورځې په اوږدو کې ډېر بوخت وم.))
له دې وړاندې نیویارک ټامیز په یوه راپور کې ویلي و، چې ټرمپ ډېر کله خپل ټوېټونه له بسترې او د تلوزیوني خپرونو د کتلو پر مهال کوي. په را پور کې راغلي و، چې د ورځې په اوږدو کې اته ساعته وخت د تلوزیون پر کتلو تېروي. په را پور کې دا هم ویل شوي و، چې ټرمپ له دې کبله خپلې رسمي چارې د ورځې په ۱۱ بجو پیلوي، چې د تلوزیون پر کتلو او ټوېټ کولو بوخت وي. خو هغه وخت ټرمپ دغه راپور بې اساسه بللی و او ویلي و، چې خپل ډېر وخت د مهمو اسنادو په لوستلو تېروي.
ټرمپ په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې له ټوېټونو څخه د ځان د ننګې او د رسنیو د درواغو خبرونو د رسوایۍ لپاره ګټه اخلي. د امریکا ولسمشر په دې مرکه کې دا هم ویلي، چې زه ((یو باثباته نابغه یم.)) ده همدا راز ویلي، چې ما له دې وړاندې په خپل یوه ټوېټ کې ویلي و، چې زه ((هوښیار)) یم، خو کېدای شي دا زما لپاره ښه صفت نه وي، اوس وایم چې زه یوه با ثباته او هوښیار نابغه یم.