د مصر د ولسمشر انتخاباتي سیال سامي عنان په زندان کې پروت دی

د مصر د پوځ پخوانی مشر سامي عنان، چې په راتلونکو ټاکنې کې یې د نوماندۍ اعلان کړی و اوس په زندان کې شپې او ورځې تېروي.
 د مصر اوسني لوی درستیز په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې د عنان پر نوماندنۍ نیوکه کړې ده او هغه یې د ځینو قوانینو پر ماتولو تورن کړی دی. په خبر پاڼه کې سامي عنان پر دې تورن دی، چې د نوماندۍ د اعلان پر مهال یې د مصر د پوځ په اړه داسې څرګندونې کړې دي، چې د پوځ او عامو خلکو تر منځ واټن پیدا کوي.
 پر نوموړي دا تور هم دی، چې په ځینو اسنادونو کې یې جعل کړی دی، تر څو داسې وښایي چې دنده یې نوره په پوځ کې پای ته رسېدلې ده. د مصر د پوځ اوسنی مشر وایي، د عنان پر وړاندې به قانوني اجرات وشي او د ځواب ویلو لپاره به یې احضار کړي.