نه حکومت ملامت دی او نه وسله وال مخالفين؛ ملامت بل لوری دی

نه حکومت ملامت دی او نه وسله وال مخالفين؛ ملامت بل لوری دی
شمس رحمانزی

امنيتي چارواکي "د هوا په سړېدو او دژمي په راتګ سره به د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې بريدونه او پوځي عمليات ډېر او جدي کړو، ترڅو دوی دومره وځپو، چې د هوا په ګرمېدو سره د لويو بريدونو وړتيا له لاسه ورکړي."
 
لوپوړو امنيتي کسانو دغه څرګندونې کابو يوه مياشت وړاندې کړې وې، دوی تمه درلوده چې د ژمي په راتګ سره به د راحت ساه واخلي، د وسله والو مخالفينو له بريدونو به لږ څه په ارام شي او په داسې طرحو او پلانونو به کار وکړي، چې د هوا په ګرمېدو سره به وسله والو مخالفين له پښو وغورځوي، چې د لوی بريدونو وړتيا له لاسه ورکړي.
 
خو هر څه د تمې خلاف وشول؛ وسله والو مخالفينو داسې بريدونه تر سره کړل، چې حکومت يې په ژمي کې له پښو وغورځو، حکومت د يو بريد ټپيان او وژل شوي نه وي سمبال کړي، چې بل پرې راشي.

جګړې داسې زور اخېستي، چې هر افغان او په ځانګړې ډول کابل مېشتي افغانان د کابل په هېڅ ځای کې ځانونه امن نه شي بللی. د کابل هر سيمه د بريد اټکلي سيمه ده. له پوځي او دولتي تاسيساتو نېولي بيا تر عامو ځايونو او څلور لارو پورې.
 
امنيتي چارواکي او نور مسوولين په يو څه بوخت دي، هغه دا چې، د عوامو له سترګو د مړو او ټپيانو شمېر پټ وساتي. حکومت د ضعف ورستي ټکي ته رسېدلی دی. په خپلې بېچارګۍ او ناوسۍ اعتراف کوي، خو په عين وخت ګواښ هم کوي، چې بدل به واخلي. بدل په څه اخلي، په وژنه؟
 
اکثره عام افغانان حکومت ملامت بولي، دا ريښتا هم ده چې حکومت په دې برخه کې ملامت دی، چې د خپلو وګړو د ژوند ساتنه نشي کولی. حکومت ملي ماتم اعلان کړ او د جګړې په وير کې ملي ماتم د هېواد ترټولو زياته کمزورتيا او ورستۍ د ضعف نښه ده، چې خپل ولس ته دا ښيي: چې ته هم ژاړې او زه هم؛ ته هم بريد غندې او زه هم؛ ته هم وس نه لرې او زه هم.... خو د حکومت او وسله والو مخالفينو په پرتله ډېر؛ يو بل لوری هم ملامت دی، چې عام ولس پرې سترګې پټې دي.
 
دغه لوری د حکومت دننه او له حکومت بهر سياسي کړۍ دي، چې یوازې او يوازې يوه موخه لري او هغې موخه ته کار کوي. دوی خپلو موخو ته د رسېدو په پار، جګړه يا سوله؛ امن يا بريدونه؛ ژوند يا مرګ په فکر کې نه دي، بلکې خپل ځانونه داسې اعياروي، چې په هر حالت کې خپلې موخې تر لاسه کړي.

دغه سياسي کړۍ سياسي ګټې لري، دوی له حکومت او ملت شوکه کوي، دوی په خړو اوبو کې کبان نيسي.

کله چې خونړی بريد ترسره شي، نو دغه سياسي کړۍ د خپل سياسي فعاليت لپاره موقع پيدا کړي، غږ پورته او د ګټو په لټه کې شي. دغه سياسي کړۍ د خپلو ګټو لپاره، د حکومت او عام ولس په پرتله ښه فکر او پلان لري. دوی له هرې ناخوالې ګټه پورته کوي.

دوی ولې ملامت دي؟
دغه سياسي کړۍ په داسې ډول حکومت او عام ولس بوخت ساتي، چې د وسله والو مخالفينو پرځای بايد له دوی سره سوله، معامله او جګړه وکړي، که حکومت داسې ونه کړي نو بيا همدا سياسي لوری حکومت ګواښي او د وسله مخالفينو په پرتله ورته څو ځلې د سختې جګړې او سکوت خبرونه ورکوي.

دغه سياسي کړۍ که په مکمل ډول د حکومت برخه نه ده، خو په مکمل ډول بيا د دولت برخه ده. دوی د وضعيت له خرابېدو وړاندې، د خراب سياسي او امنيت وضعيت په جريان کې او د خراب سياسي او امنيتي وضعيت وروسته، خپلې موخې عملي کوي.

- له خراب سياسي او امنيتي وضعيت وړاندې: د حکومت او ولس ټوله توجه د ځان په لورې راکاږي، داسې مسالې راپورته کړي، چې له حکومت او ولس څخه وسله وال مخالفين هېر کړي.

- د خراب سياسي او امنيتي وضعيت په جريان کې: دا دې پر ځای، چې د حکومت ملا وتړي، حکومت ته سپکې سپورې وايي، حکومت ناکام بولي. خو خبر نه دي، چې حکومت په خپله امنيتي ځواکونه دي، نو د دوی په دې څرګندونو سره به د امنيتي سرتيرو مرال څومره ټيټ او د وسله والو مخالفينو مرال به څومره لوړ شي.

- د خراب سياسي او امنيتي وضعيت وروسته: د لاريونونو، د لارو د بندولو، له حکومت سره د بايکاټ، د اعتراضي خيمو په وهلو او نورو چارو باندې لاس پورې کوي.

د دوی پورته ټولې چارې د قانون سره تر يو حده سمې دي، خو په هغه هېوادونو کې چې له سولې، امن او پوره ډيموکراسۍ څخه برخمن وي؛ نه داسې يو هېواد لکه افغانستان، چې جګړه په کې د شلمې پيړۍ د لومړۍ او دويمې نړيوالو جګړو غوندې روانه وي او دوی په کې سياسي موخې او سياسي سمونې د يووېشتمې پيړۍ په بيه غواړي.

اوس په يو بل ټکي کې بيا دغه سياسي کړۍ نه دي ملامتې، بلکې حکومت او ولس ملامت دی. حکومت په دې ملامت دی، چې د واک - ځواک په شتون کې ولې نشي کولی دغه سياسي کړۍ چې د خير پر ځای شر راوړي په خپل وخت کنټرول او مهار کړي؟

ولس په دې ملامت دی، چې ولې يې په دې سياسي کړيو يې داسې سترګې پټې دي، چې له کالنو يې د ولس په سر سوداه وکړه، خو ولس د خپل قومي، ژبني، مذهبي او منطقوي تعصب په موخه لا تر نن هم د دوی لمن نېولې ده.

ترڅو چې د جګړې عمق پيدا نه شي، ترڅو چې د جګړې مسقيم او غېرې مسفقيم لاملونه پيدا نشي، ترڅو چې ولس پوه نشي؛ جګړه به همداسې روانه وي لکه چې روانه ده.