پلاستیکي کفنونه او بې تابوته جنازې

په څو لنډو ورځو کې پنځه امنیتي او دوه ډیرې خونړۍ پيښې:
 
  لوګي، وحشت وېنې، ټوټې- ټوټې غوښې، بې سر څادرونه بې پښې بوټونه،په مېدان پراته بې سا، بې لاس او بې جامو بدنونه، اه سر په سر پراته مړي، کوکۍ، نارې ژړاوې، وېره، ویر، غم او درد !
ټول هیوادوال دردېدلي او ژړیدلي دي، ټول خفه او پریشانه دي، تندي ګونځ او په چورتونو دي
 په خواله رسنیو د غم توره پرده خوره ده.
په وینو ککړ انځورونه، غم لړلي پوستونه!
رنګ ختلی په چېغو ناست سړی دی، رښتیا ده: انسان له ګل نه نازک او له کاڼي کلک دی؛
ای پلاره څنکه دې زړه ونه چاود؟ ستا د بې وسۍ انځور ستا دردیدلو چېغو د ډېرو ځېګر، څيرې کړی دی.
 
اخ ګلالۍ ! تا ولې د خپلې پلاستیکي ګوډۍ پښه ویسته؟ ګوره ستا هم یوه پخه والوتله؛ نوره ته او ستا ګوډۍ ګوډه ده!
فرزانه! رانه هېر شوې ته! پوهیږې؟ یو سلو څو کسان یې ستا په څېر نا ببره وسیځل؛ سم ډېر ځوانان وو پکې، ډېرې نجونې ماشومان او بوډاګان وو پکې.
  ستاسې په بې اجله مرګ مو ډېر وژړل! په زړوکي مو اول پوزه  بیا سترګې پاکولې، د چیچلو غاښونو او تړلو شونډو لاندې له ستوني زیږوي وتل.
ځمکه لړلې ستاسو وینو ده؛
قربان مو له خلاصو سترګو او خوږې موسکا شمه! چا ته په تمه وې؟
ښایستوکی ځوانه! مورکۍ  اوس هم ستا لار څاري، وروره! نن تنخوا اخلې د ژوند ملګرې دې بنګړو په تمه ده، پلاره ته خو ژمنه تل پالی، اوس چېرته لاړې ماښام تېر شو نیمه شپه ده؛ کله راځې مونږ وارخطا یو لږ؟
 
  سور سپین موټره ته د ژوند سمبول وې! ستا په سر د سور ګروپ سیو واری د ژوند غږ و، څنګه دې مرګ راوړ؟ روغ – تون نه دې ولې مړی – تون جوړ کړ ؟ سیو، سیو دې ولې د تندر غږ وکړ ؟
 
 پایوازه څومره ښې مڼې دې راوړې، څومره خوږې څومره دې ډیرې راوړې
خبر نه شوې؟ بستر مې ورکړ یو ټپي، ټپي ته، پوی نه شوم ځوان او که زوړ ټپي ته، مخ یې لمبو سیځلې تک- تور پریتوی، وریځي، باڼه او ویښته یې نشته، د سر کاسه کې دوه سرې، سپینې سترګې ښکاري، د سترګو ګاټي یې اشنا دي راته.
خبرې کولې نشي، هسې بنګ، بنګ کړي، کله یې اوښکه له یوې سترګې ،  راشي، بدن یې تور لکه سکروټه شوې، کله یوه او بله پښه خوري.
خوږې مڼې دلته خورې پرتې دي، ته زما پوښتنې ته راغلی یې خو؛ اوس دې درک نشته، ای! دغه ټپي ستا ګوتمه په لاس ده! زړه مې درزا کوي دا ته خو نه یې؟  اخ کاش مې پوښتنې ته نه راتللی، کاش مې په دې حالت نه لیدلی!
 
ګرانې ته څومره بختوره یې! ماما ته دې څومره نازولې یې، دی سرګردانه تا یادوي، دوه ورځې وشوې تا لټوي، د خښتو لاندې د ښيښو لاندې تا پسې ګرځي ستا نښې لټوي!
ماما دې یوه وړه ټوټه پیدا کړه، ستا د بخمل سور کمیس یوه قطره ګۍ ده ورسره، په پلاستیک کې یې ستا بخمل واچوو، له ستا هیڅ بله نښه نشته سپین پلاستیک ستا کفن شولو ، تا ته به څنګه قبر جوړوي؟
 
ډاکټر اوس ناروغه شوی دی خلک وايي لیونی شوی دی ځان سره لګیا وي: ټپيان ډېر ډاکټران لږ ول، بسترونه ډک شول، انګړونه ډک شول، کله مې د یو کله د بل ټپونه ګنډل، بیړه مې کوله او زخمونه مې مېنځل!
یو ټپي راته ډېر، ډېر وکتل، په ډېر بد حال و، لړزېدو به کله، ترڅو چې وار رسېدلو په مات- مات غږ یې کړل: ساړه مې کیږي !!! او ساه یې ورکړه!
ټپیانو وۍ – وۍ الله ، الله کولې،  یو ، یو به غږ خپلې ادې ته کوو...
د مړو سترګې او د ټپیانو غږونه مې نه خوب نه آرام ته پریږدي!
 
هسې دروغ دي لیکل زړه نه تشوي !
هغوی باروتو او مونږ د وینو بوی و وژلو!
زما مظلومو بې ګناه هیواد والو زه تاسې ته سخته خجالته او ملامته یمه....
ورځې وشوې زړه مې نه سپکیږي!
کله چې تاسې خواره ، واره پریتوې... بیړنۍ خبر شو، ویاند وار،خطا کړ او تتله، تتله شو هله؛ مې لومړۍ خپل پلار ته زنګ کړ، بیا مې پوښتنه د خپل ورور وکړه.
 له خپلو، خپلوانو وروسته مې بیا تاسې ته پام شو!
 خېر دې ما وبخښئ! پوهیږم هغو شېبو کې تاسې ډېر بې کسه او تنها وې تاسې د خپلې ګناه ځواب غوښتو.
دا پوښتنه له خپل رب وکړئ چې تاسې  یې ولې په څه ګناه ونیولې؟ ولې جلاد او قاتلین ژوندي دي؟ د دین په نوم دا مجرمین ژوندي دي؟ ستاسې کفن او قبر نه دې معلوم؛ آيا رښتیا زمونږ په وینو دوی غازي او حورو سره دي ؟