جنګ په جنګ نه ورکېږي‎

مونږ به تر څو وژل کیږو، تر څو به دپلار، ورور، مور او خور جنازې په اوږو پورته کوو، ايا زمونږ په دې وېرجن حال به خدای مکړه الله جل جلاله هم راضي وي؛ خو هیڅکله هم نه، الله پاک مهربان ذات دی، زمونږ په وېر راضي نه دی او نه به الله پاک په دي راضي کړو، چې نور خلګ وژړو، د پاک خدای راضا د خلګو په رضا کې نغښتي ده، د افغانستان نننۍ حال له هیچا پټ نه دی او ټول ولس یې د سولې تږی دی، نو که د دې ولس زړه کټل غواړئ! باید دسولې په لور ټول مسول او سیاستمداران مو سولې ته هڅې وکړي، جنګ په جنګ نه ورکېږي باید جنګ په سوله ورک کړو.

که د افغانستان دې مبهمو ، شومو او خونړیو پېښو ته وکتل شي، ډېر ناپوه سړی هم په دې پوهېږي چې دغه جنګ پردی جنګ دی قربانیان یي یوازې افغانیان دي او نور خلګ زمونږ په اور لاسونه تودوي، نو چې ناپوه خلګ پوهېږي، چې دا جنګ پردی جنګ دی یوازې مونږ یې قربانې کېږو، نو ولې نننۍ سیاسون په دي نه پوهېږي، او که پوهېږي، عمل نکوي، نوبیا د دې وژنو مسولیت د هر افغان په غاړه دی، او دوی به یې مسول یې. ځکه چې؛دوی به مسولیت نه مننونکي وي، خو راځئ مونږ په دې برخه کې راپورته شو، کوم څوک چې جنګ وږدول غواړي هغوی وپېژنو، په یو اتحاد راپورته شو او د دې خاوري خاینین ونېسو په دار یې وځړو او د تل لپاره ورڅخه بې غمه شو.
 
جنګ مو اقتصادي او سیاسي روحیه وژني، جنګ مو واړه ګلونه راڅخه اخلي، جنګ مو ژوند راڅخه اخلي، ای په څوکۍ ناستو قسم په خدای چې یوه ورځ به ستاسو اولادونه هم په دې جنګ کې وژل کېږي، که دغه نن بې وزله او بې ازاره مخلوق باندي رحم ونکړئ! قسم په خدای که الله په تاسو رحم وکړي، ولې؟ سیاسي مبارزه د خلګو وژلو نوم دی.
 
پردی جنګ پردو کوڅو ته وشړئ! مونږ یې له شره خلاص کړئ، او که تاسو د پردو تر تاثېر لاندې یئ! نو په نره ووایئ چې مونږ خرڅ شوي یوو، په دې وطن کې شته داسې څوک چې له دې جنګ څخه مو خلاص کړي، او که نشته بیا نو د افغانستان ټول ولس پړ او ملامت دی چې دې وژنو ته لاس تر زني ناست دی.
 
څومره چې د افغانانو د دې خپلمنځي وژنو مطالعه وشي سړی پوهېږي چې مونږ پردو وژلې یوو، تل مو شوم هدفونه وژني او لابه مو پسې وژني، که جنګ ته دپای ټکی کېنږدو او جنګ ورک نکړو ددې اوسنیوو بدبختیو هيڅ لار هم نشو موندلای.

مونږ په دې جنګی محول کې هم په نړۍ کې ځلېدلي یوو، که جنګ ورک کړو دا ملت به یو ځل بیا دنړۍ اتل ملت وي، خو چې جنګ ورک کړو او سولې ته لومړيتوب ورکړو.
 
ډېر څه شته چې ولیکل شي خو د کابل پرونی دردونکي پېشې مو ذهنونه دومره خراب کړي چې شته شیان یې له یاده راڅخه ایستلي دي، لومړی طالب مشرانو او د حاکم نظام لوړ پوړو چارواکو ته او بیا د افغانستان ټول ولس ته وایم! چې جنګ په جنګ نه ورکېږي، راځئ د سولې په لور ولاړ شو، تاسو خو یو ځل دا واړه کمکي ګلونه هم وازمویئ، چې څومره پوهان او سیاستمداران ورڅخه جوړیدلای شي، که تاسو دا یو کار وکړئ، چې سوله راولئ، هغه بیا ډېر ښه پوهیدلای شي چې له دې تپل شوي جنګ څخه څنګه او چېرته ولاړ شو، یوازې دا یو مسولیت تاسو اداء کړي جنګ ورک کړئ، سوله راولئ، نور به تاسو وویني چې دلته شته زمریان به دا ملت په ټوله نړۍ وپېژني.