امریکا به پاکستان له لورونو هېر نه کړي!

د پاکستان او امریکا وروستۍ خړه وضعه - خو د دغې وضعې لااقل او اعظماً موده به تر کومه وي چې په افغانستان د تپل شوي څلوېښت کلن جنګ د پای ته رسېدو یا لااقل د نسبي ارامتیا سبب وګرځي؟
د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کې پینځه بریدونه چې ګڼ تلفات یې رامنځته کړي، د دغې وضعې تر دې دمه وروستۍ پایله ده چې قرباني یې هماغه خوشبین افغانان دي.
د رپوټونو له مخې په دغو بریدونو کې په لسګونه تنه وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.
پر پاکستان د امریکا د وروستیو فشارونو او د مرستو د بندېدو له امله دغه هېواد له امریکا سره د مرلګرتیا په تاریخ کې بې ساری نه دی؛ بلکې د افغانستان د څلوېښت کلن تپل شوي جنګ په موده کې بیا خورا کمساری تغیر دی چې له شک پرته یې پاکستان اندېښمن کړی دی.
ښکاره ده چې پاکستان د ترهګرو په ملاتړ کې د ځان د زخمي کېدو شاهد هم دی او په ښکاره او نا ښکاره ډول یې د دغې بل کړي اور له بسرکو داغونه لیدلي دي. پرته له شکه چې دی هم له امنیتي ننګونو سره مخ دی، په داسې حال کې د امریکا فشار او په تېره د هغو مرستو چې پاکستان د پوځي بودیجې په مرستو کچه کې یې یوه زیاته برخه تشکیلوله، بندېدل پاکستان ته د هر ډول کړنو ناڅاپي او یا پلان کړی شوو کړنو فکر ور کوي چې دغه بریدونه یې ښکاره کېدای شي؛ ځکه چې د دغو بریدونو ټوله پړه وسله والو طالبانو منلې ده. افغان حکومت او د افغانستان د امنیت شورا په ښکاره ډول رسنیو ته ویلي چې دغه بریدونه د پاکستان په مرسته د حقاني شبکې له خوا تر سره شوي دي.
پاکستان په دې هڅه کې دی چې د وسله والو طالبانو له خوا د ترهګریزو بریدونو په شدت او د له لامله یې د افغان ولس په وژنه کې نړیوال انعکاس زیات کړي او دوی فکر کوي چې په یو ډول امریکا ته د غچ او یا هم د فکري بدلون په موخه موثریت څرګند کړي چې ښايي امریکا به خپلې پرېکړې ته تغیر ورکړي.
پاکستان د امریکا د مرستو په بندېدو او د بیا ځل په پیلېدو کې اویا کلنه تجربه لري او ښايي ډېر ژر بېرته دغه لاس په خپل سر سیوری کړي.
د پاکستان له رازېږېدو څلور - پینځه کاله وروسته د امریکا او پاکستان ترمنځ د ملګرتیا مزي وغځېدل او امریکا خپلې مرستې په دغه هېواد ولورولې.
هغه وخت کې پاکستان په اسلام اباد کې د سي ای اې د دفتر د پرانیستو او فعالېدو غوښتنه وکړه. درې کاله وروسته یې له امریکا سره دوه د نظامي همکاریو تړونونه لاسلیک کړل او له دې سره د پاکستان لومړي وزیر ایوب خان سي ای اې ته په پاکستان کې د ازاد فعالیت اجازه هم ورکړه.
د هند او پاکستان د جګړې په موده کړې امریکا بېرته پر پاکستان د شپږو کالو لپاره خپلې مرستې بندې کړې.
وروسته له شپږو کالو پاکستان یوځل بیا له هند سره په جګړه کې شو او دا وخت هند د امریکا له خوا په دې تورن و چې له شوروي سره نېږدې اړیکې لري؛ نو یې بیا پاکستان ته د مرستو لړۍ پیل کړه.
د پاکستان د اټومي وسلې د جوړېدو په موخه هم دوه ځله امریکا پر پاکستان خپلې مرستې بندې کړي دي.
یو ځل د اټومي وسلې د جوړېدو او بل ځل په افغانستان کې د شوروي ځواک له ماتې څو کاله وروسته چې پاکستان د اټومي وسلې د ازمایلو لپاره مټې را ونغاړلې.
کله چې شوري ځواکونو په افغانستان یرغل وکړ، پاکستان ته بیا فرصت په لاس ورغی چې امریکا ته د ویتنام د غچ اخیستو په موخه په پاکستان بندې مرستې په لوړه کچه را خلاصې کړي چې له امله یې امریکا و کولای شول خپلې موخې ته ورسېږي.
له دې سره پاکستان په میلیارډونو امریکايي ډالر او پرېمانه امریکایي وسلې تر لاسه کړې چې د پوځ په سمبالښت کې یې طلایي ونډه وښوده. د دې مرستو زیاته برخه یې پر ځای د دې چې افغان مجاهدینو ته په واک کې ور کړی، له امریکا سره په چل کې یې د کمشیر په سرحدي سیمو کې ولګولې.
دې کې شک نشته چې د امریکا دغو بې سر او سامانه مرستو د پاکستان اټومي ځواک ته لار پرانیستې ده. د پاکستان د پرمخ تللو لویو لارو او سړکونو په جوړېدو کې زیات لګښت له همدې ډالرو شوی دی.
کله چې امریکا د ویتنام غچ واخیست، هډونه یې ساړه شول او یو څه ستوماني یې پر ځای شوه، پاکستان ته یې د عربي هېوادونو د مرستو تر څنګ هماغسې ډالري کمکونه روان ول چې په افغانستان کې یې د کورني جنګ د تود ساتلو او بیا له هغې وروسته یې د اسلامي امارت په نامه د یوه حکومت لمسه کولای شوه.
په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته چې نړۍ تحول پیدا کړ، د پاکستان د اتومي ازموینو له کبله خپه امریکا بیا د پاکستان لپاره لنګه غوا شوه او د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن په وژلو پسې را وخوځېده. په افغانستان کې د اسلامي امارت په نوم د پاکستان پروژه پای ته ورسېده او د نوې ادارې او بیا د منتخب حکومت په چارو کې د لاس وهنې له برخې پاکستان محروم نه شو.
آن دومره مرستې یې تر لاسه کړې چې د پوځي بودیجې د ۲۰ سلنه د پوره کېدو تر څنګ د ترهګرۍ په پاللو او د هغوی د خوندي ځایونو په برابرولو کې یې هم پراخه ګټه پورته کړي.
د امریکا او پاکستان په دا رنګه خلاصه او بنده ملګرتیا کې د امریکا بېلابیلو ولسمشرانو خپلې ستراتېژۍ پلي کړي چې هر یو یې له دوی سره په مرسته کې خپل ادبیات او خپل منطق لرل.
ولسمشر ټرمپ د افغانستان په وروستيو ۱۶ کلنو حلاتو کې له پاکستان سره د بوش او اوباما مرستې بې ځایه بللي او دې پایلې ته رسېدلی دی چې نور د پاکستان اصلي څېره وپېژني او د ترهګرو د ملاتړي هیواد په توګه یې نړۍ ته بر ملا کړي.
د افغانستان لپاره یې له ستراتېژۍ نیولې بیا تر دې وروستیو فشارونو پورې دا په ډاګه کوي چې پاکستان نور د ترهګرو ملاتړ ته نه پرېږدي.
په افغانستان کې د وروستیو پیښو په اړه د ولسمشر ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له څرګندونو مالومېږي چې په دغو پېښو کې سره له دې چې پاکستان د افغانستان د امنیت شورا ادعاوې رد کړي دي، پاکستان لاس لرل ثابتوي.
د همدې لامله خو امریکا په پاکستان کې پر مېشتو شپږو تنو طالب مشرانو بندیزونه ولګول.
خو دا چې د امریکا دغه فشارونه او بندیزونه به تر کومه دوام وکړي؟ د دوی تر منځ د تېرې اوږدې اړیکې په کتو ممکن پاکستان یو ځل بیا د امریکا د مرستو په جذبولو کې بریالی شي.
دې کې شک نشته چې د طالبانو د پټنځایونو تر څنګ د داعش او نورو ترهګریزو ډولو پټنځایونه او ان زېږد ځایونه دې په پاکستان کې وي. له پاکستان سره که په پلازمینه کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د ترهګریزو فعالیتونو په ترسره کولو که د غچ اخیستلو یو نا مشروع فکر موجود وي، پاکستان به د داعش له ویرې له روسیې، ایران او چین سره نورې هم اړیکې ژورې کړي چې دا هیڅ کله د امریکا په زړه نه شي ځایېدلی. له همدې لامله که امریکا تر یوه وخته پر پاکستان فشارونه راوړي، د سیمې له دغو هېوادونو سره د داعش د له منځه تلو په خاطر به د دې هېواد نژدېوالی امریکا بیا اړه کړي چې له پاکستان سره مرستو ته دوام ور کړي.
د یکشنبې په شپه د افغانستان په اریانا نیوز ټلويزیون کې په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر زلمی خلیلزاد له خبرو څرګندېږي چې امریکا هیڅ کله له پاکستان سره خپله دوستي نه شلوي، بلکې دا به د یو څه وخت لپاره فشارونه وي؛ خو دا ښه ده چې دغه فشارونه تر ډېر وخته او لا نور زیات کړی شي.
خلیل زاد دا هم وویل چې ټرمپ نور دې پایلې ته رسېدلی دی چې دوی له پاکستان سره په مرستو کولو کې غولېدلي دي.
خو بیا د دوستۍ خبره هغه څه ده چې که داسې شرایط رامنځته کېږي چې پاکستان به د امریکا له دایمي دښمنانو سره لاس یو کوي او د پاکستان په بې وفایانه وجود کې دا کېدای هم شي؛ نو امریکا به بیرته خپلۍ همکارۍ ته دوام ورکړي.
ځکه خو پاکستان د هر ډول رزالت په ترسره کېدو کې ډاډه دی او د امریکا د توجه په را ګرځولو او یا نه را ګرځولو کې بیا هم له ترهګرو لاس نه اخلي.
د افغان حکومت لپاره لازمه ده چې په ښار دننه هغه سرایونه چې له پاکستان سره یې پخوا تجارتي اړیکې درلودې، د تصفیوي عملیاتو په لړ کې وپلټي چې د دا ډول سترو بریدونو اصلي غوټې دلته پیدا کېدای شي؛ نو مخه به یې ونیول شي. د امریکا په ژمنو دومره باور نه شي کېدای؛ خو که وکولای شي چې پاکستان د ترهګرو څپلو ته اړ کړي نو ډېره به ښه شي.