
ګارډين ورځپاڼه: کوکنار په افغانستان کې د امريکا د ماتې خبرې کوي
له لندن څخه خپرېدونکي ګارډين ورځپاڼه په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې او ترهګرۍ ترمنځ د جګړې په اړه ليکي، چې امريکا، انګلستان او نړيواله ټولنه په افغان جګړه کې ناکام دي.
ورځپاڼه په افغانستان کې دامريکا متحدو ايالتونو د جګړې په اړه وايي، "امريکا په افغانستان کې شپاړس کلنه اوږده جګړه وکړه، او اوس مهال امريکا په افغانستان کې د ماتې په څنډه پرته ده. د نړۍ يوازېنی زبر ځواک امريکا، د ۱۶ کالنې جګړې په ترڅ کې ۱۰۰۰۰۰ پوځيان په افغانستان کې ځای پر ځای کړل، نېږدي ۲۳۰۰ خپل سرتيري يې د افغانستان په جګړه کې قرباني کړل، يو ترېليون يا زر مېلېارده ډالر يې په افغان جګړه ولګول، خو تراوسه په دې نه ده توانېدلي چې يو غريب افغان ولس له جګړې وباسي."
د ګارډين په خبره، په افغانستان کې د کوکنارو له کر څخه وسله وال طالبان پيسې په لاس راوړي او په دې سره د جګړې لېکې لا نور هم پسې پياوړې کوي. د ګارډين د راپور له مخې په افغانستان کې دکوکنارو کر او له هغې څخه تر لاسه کېدونکې پيسې له يو کال څخه بل ته په ډېرو دي او زياتوالی په کې راځي، خو امريکا له ۲۰۰۱ څخه بيا تر نن پورې نه ده توانېدلي، چې په مخالفو وسله والو ډلو او په ځانګړې ډول په طالب وسله والو دغه مالي سرچينې وتړي.
ګارډين وړاندې ليکي، په افغانستان کې له ۱۹۸۰ کالنو له جګړې را پيل بيا تر کورنيو جګړو او ورپسې له ۲۰۰۱ څخه را وروسته د امريکا په مشرۍ د نړيوالې ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې، کوکنار يو مهم رول لري او په افغانستان کې وسله والو مخالفينو ته مالي سرچينې په لاس ورکوي.
د ګارډين په حواله، چې په ۱۹۸۰ کالنو کې چې کله په افغانستان کې د امريکا او پخواني شوري اتحاد ترمنځ سړه جګړه روانه وه، نو امريکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سيمو کې، د وخت افغان حکومت له وسله والو مخالفينو سر يې مرستې کولې ترڅو د شوري اتحاد پر وړاندې جګړه وکړي. د امريکا په دې کړنو سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي سيمې او پوله د اپينو او کوکنارو د نړيوال تجارت په بندر باندې تبديلې شوې.
د کارډين د راپور له مخې، په ۲۰۰۰ کال کې چې په افغانستان کې لوږه او وچکالي منځ ته راغله، نو طالب رژېم د کوکنارو په کر باندې بنديز ولګولو، چې په کم وخت کې يې په ۱۰۰۳۰ کليو کې د کوکنارو کر بند شو او د کوکنارو په عمومي سلنه کې ۹۴ سلنه کموالی راغی. طالبانو د کوکنار په کر باندې په افغانستان کې بنديزونه ولګولو او خپل يو هئيت يې ملګرو ملتونو ته ولېږو، ترڅو په ډېپلوماټيکه توګه ورسره خبرې او مرسته وکړي، خو ملګرو ملتونو په طالب رژيم نور سياسي او اقتصادي بنديزونه هم په دې پار ولګول، چې اسامه بن لادين په افغاسنتان کې د طالب رژيم مېلمه وو.
د ملګرو ملتونو د سروې له مخې په ۲۰۰۷ زيږديز کال کې، افغانستان۲۸۰۰ ټنه ترياک توليد کړ، چې د ټولې نړۍ په کچه يې ۹۳ سلنه د ترياکو د توليد رېکارډ خپل کړ. په افغانستان کې د ترياکو او هروئين د ډېر توليد له امله د امريکا متحدو ايالتونو په ۲۰۰۸ زېږديز کال کې، افغانستان ته ۴۰۰۰۰ نور پوځيان ولېږل، په هغه وخت کې د افغان پوځ شمېر ۷۰۰۰۰ وو، ترڅو د مخدره موادو د توليد او کر او همدا ډول له دې لارې وسله والو طالبانو ته د مالي سرچينو لارې بندې کړي.
امريکا په افغانستان کې د کوکنارو د بندلو په موخه تر ۲۰۱۴ پورې ۸.۴ مېلېارده امريکايي ډالرو مصرف کړ خو بيا هم په افغانستان کې ۵۰۰ زره جريبه ځمکه په کوکنارو کرل شوې وه.
ګارډين ورځپاڼه په افغانستان کې د امريکا او انګلستان هغې هڅې ناکامې بولي، چې د کوکنار د کر او د ترياکو د توليد په موخه يې له ۲۰۰۱ راهيسې کوي، ګارډين ليکي "په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې ۹۰۰۰ ټنه ترياک تولېد شول، يوازې په هلمند ولايت کې ۱۴۴۰۰۰ هکټاره ځمکه په کوکنارو کرل شوې وه، چې د ټول هېواد ۴۴ سلنه د کوکنارو حاصل يوازې هلمند ورکړ.
ګارډين ورځپاڼه په پای کې ليکي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کر، د ترياکو توليد او د طالب وسله والو نفوذ هغه څه دي، چې له ۲۰۰۱ څخه بيا تر نن پورې په افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتو او همدا ډول د نړيوالې ټولنې بريا او ناکامي په ګوته کوي.
د ګارډين په خبره، امريکا او ملګري يې د افغانستان په جګړه په دې ناکام دي، چې تر اوسه يې دغه هېواد د کوکنارو له کر او د وسله والو له جګړې خلاص نه کړ.