
ګودرخپرندويه ټولنه چې تل يې ديوې بااعتباره ټولنې په توګه دپښتوژبې چوپړکړى دى داځل يې هم يوشمېرګټوراثاردخپلومينه والولپاره په ښکلې قطحه اوصحافت چاپ کړي دي چې په اړه يې لنډمعلومات دلته کتلى شى .
تلپاتې درد: دادهنري نثرونوټولګه ده چې په ٦٢مخونوکې په ښکلې بڼه خپره شوې ده ليکوال يې ګل رحمن رحماني دى چې په کې دشلوپه شاوخواکې ښکلې نثرونه چې منثوروشعرونوته ورته دي راغلي دغه کتاب دزروټوکوپه شمېره نوى نوى له چاپه راوتى دى اودليکوال پنځم اثردى .
ښکلا: داهم افغاني ټولنې داوسنيوحالاتوانځورګرناول دى چې دڅه کم سل مخه لري په ښکلې بڼه ددوه زره ټوکوپه تيراژسره چاپ شوى دى په ناول کې دعزيزاتل يوه ليکنه اودليکوال يوه سريزه راغلې ، ناول په ښکلي رنګ اواندازپيل شوى اوله ډېرودردونووروسته په ښه ډول پا ى ته رسېدلى دى . ددې ناول ليکوال هم ګل رحمن رحماني دى .
ګوره چې هېرمې نه کړې : داهم يوه په زړه پورې تذکره اودټولګيوالوټولګه ده چې ده چې په دوه سوه مخونوکې په ښکلې بڼه له رنګه البم سره يوځاى چاپ شوې ده دغه کتاب دننګرهارپوهنتون دښوونې روزنې پوهنځي دپښتوادبياتوڅانګې د٨٦محصلينوټولګه ده چې دراټولونې چارې يې ليکوال ګل رحمن رحماني اومحمدواصل وصال ترسره کړي دي اوددغه څانګې دڅلورم ټولګي له خوادزروټوکوپه شمېره خپورشوى دى په دغه کتاب کې ددغه محصلينومعرفي په هنري اندازسره شوې ده اويوه مياشت وروسته به ددوى دفراغت په غونډه کې دمينه والوترلاسونوورسېږي .
دبلې دنياواده : دادپياوړي ليکوال محمداصف عمرپه زړه پورې ناول دى چې په اويامخونوکې ددوه زره ټوکوپه شمېره خپورشوى دى ، دادناول ليکونکي محمداصف عمرڅلورم ناول دى چې دپښتوادب په زولۍ کې يې اچوي .
دکانکورپوښتنې اوځوابونه : داهم يوپه زړه وپورې کتاب دى چې دکانکورلپاره په کې دري اوپښتوپوښتنې راټولې شوې دي چې ددري برخې راټولونکى يې سيدفياض سعيدي اودپښتويې امين الله زهيردى اوددوه زره ټوکوپه شمېره خپورشوى د ى
داجل تږى : دادپاکستاني تکړه ناول ليکونکى محى الدين نواب اثردى چې هڅاندځوان استاددريځ په پښتوژبه اړولى دى دغه اثريوځل پخواچاپ شوى وو چى داوس لپاره دمينه والودهرکلي له مخې دويم ځلي چاپ شو.اوشمېره يې دوه زره ټوکه ده .
دژوندلوبه : دادايران دپياوړى ليکوال ابوالقاسم رحماني اثردى چې په ١٣٨٨کال کې دګودرخپرونديې ټولنې خپورکړى وو اودناول مينه والو دهرکلي له مخې يې يوځل بيادزروټوکوپه شاوخواکې خپورکړى دى ددې ناول ژباړونکى تکړه ليکوال ګل رحمن رحماني دى چې په خوږه اوروانه ژباړه يې هرڅوک اقرارکوي اويوسل اواتيامخه لري
څلورياران : داداسلام دڅلوروخليفه ګانودغوره ويناوو غورچاڼ دى چې تکړه کمپوزر اوډېزاينرصادق الله صادق راټول کړى اودمينه والودهرکلي له امله دادي يوځل بيادزروټوکوپه شاوخواکې خپرېږي
دمينې ټپې : داهم په مينه مجله کې دخپروشووټپودټولګې دويم ټوک دى چې دراټولونې چارې يې صادق الله صادق ترسره کړي دي .
دمينې ټپې : دمينې په مجله کې دټپودلومړي ټوک درېيم ځلي چاپ دى چې دمينه والواوهغه کسانوپه غوښتنه چې دغه ټپې يې راټولې کړي دي درېيم ځل خپرېږي .