ولسي جرګه؛ امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې کیدل غواړي

وروسته له هغې چې د افغانسستان په ځینو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو له لوري بریدونه زیات شول، نو ولسي جرګې اندیښنه وښوده، چې امریکا باید په افغانستان کې تر ډيره پاتې شي.
 
ولسي جرګې ویلي، چې امریکا مکلفه ده، ترڅو د ترهګرۍ د ګواښ تر ختمیدو پورې په افغانستان کې پاتې شي.

 
د دغې جرګې دویم مرستیال نذیز احمدزي په خبره؛ د امریکا راتګ افغانستان ته له ترهګرۍ سره مبارزه وه او دا لاره باید لا هم تعقیب کړي.
 
نوموړي زیاته کړې. چې امریکا په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لري.
 
د وسله والو مخالفینو له لوري د وروستنیو ترسره شوو حملو له امله، امریکا او نړۍوال سخت قهریدلي دي. 
 
 د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن ویلي، چې د ترورېستي ډلو ملاتړ کوونکو پر وړاندې نور هېڅ زغم نه دی ور پاتې.
 
بل خوا د ورکړل شویو راپورونو له مخې، ویل شوي چې ناټو په افغانستان کې د وسله والو د ختمولو لپاره، د نوي پلان له مخې هوايي بریدونه کوي.
 
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ټرمپ هم د نړۍ پر ټولو هېوادنو غږ کړی، چې د طالبانو پر وړاندې نور له سختۍ کار واخلي.
 
کابل کې د تیرې ورځې برید په موخه؛ ناټو ویلي چې دوی د افغان حکومت او افغان ولس ترڅنګ ده او د ترهګرۍ په مبارزه کې یې کلکه ملاتړ کوي.
 
دا غبرګونونه وروسته له هغې را پاريدلي، چې په دې ورستیو کې د وسله والو طالبانو له لوري په کابل کې پر کانتیننټل هوټل برید، په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ژغورنې پر څانګې برید او تیره ورځ بیا هم په کابل کې موټر بم برید ترسره شو، چې د عامې روغتیا په وینا په دغه برید کې ۹۵ تنه ووژل شو او ۱۵۸تنه نور ټپیان شول.
 
تیره ورځ د کابل پېښې په اړوند ارګ اعلامیه خپره کړه، چې په کې د ولسمشر له قوله ویل شوي و:
"د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې په اوسنۍ تپل شوې جګړه کې بایلونکي دي او له تفکیک پرته د ټولو تروریستي ډلو پر ضد زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو برحقه مبارزې د بل هر وخت په پرتله د خلکو او نړیوالې ټولنې زیات ملاتړ خپل کړی دی."
 
له یاده دې نه وي پاتې چې د کابل تیرې ورځې برید په اړه ویل شوي چې له کابلیانو سره د پاریس د خلکو د غم شریکۍ څرګندولو لپاره به د شنبې په شپه د ایفل برج څراغونه مړه وي.
 
بل خوا دغه پېښه ډيرو سفارتونو، نړۍوالو ټولنو او هېوادنو هم په سختو ټکو وغندله.