
ولې د کابل پرونی بريد؟ دوه لېدلوري
شمس رحمانزی
له ۲۰۰۱ څخه په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې او په سيمه کې د وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه روانه ده. پښتو متل دی، چې په جګړه کې حلوا نه وېشل کيږي. نو په جګړه کې به ختماً داسې بريدونه کيږي، چې له ښکېلو ډول به يې مرګ - ژوبله بې ګناه افغانانو ته ډېره وي.
لومړۍ خو بايد دې ټکي ته پام وشي، چې دغه جګړه ولې؟
د يادې پوښتنې ځواب هم د دوو ډلو له خوا ځواب کيږي.
لومړۍ ډله يې وسله وال مخالفين او نړيواله ټولنه او په ځانګړې ډول امريکا د يو او بل نيغ په نيغ د جګړې ښکېل لورې بولي.
دوي په دې باور دي، چې نړيواله ټولنه، امريکا او افغانستان؛ په افغانستان کې د جګړې يو لور دی او بل لوری يې، پاکستان، ايران، په خپله ترهګرې ډلې او يو شمېر نور هېوادونه دي.
بيا بله ډله يې په دې باور ده، چې دغه جګړه په افعانستان کې د نړيوالې ټولنې، امريکا او د سيمې د نورو هېوادونو د ګټو جګړه ده.
دوی وايي، چې امريکا او نړيواله ټولنه؛ هغه څوګ چې امريکا او نړيواله ټولنه يې د ترهګر په نوم وژني او پر وړاندې يې جګړه کوي، په حقيقت کې د يوې سکې دوه مخونه دي.
د دويمې ډلې استدالال دا دی، چې که چېرې امريکا او نړيواله ټولنه په ريښتې ډول په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کوي، نو بيا به:
- جګړې به دومره دوام نه وی کړی، ځکه چې ترهګرې ډلې د امريکا او نړيوالې ټولنې په پرتله دومره شته او امکانات په لاس کې نه لري.
- د امريکا نړيواالې ټولنې له خوا د افغانستان په روانه جګړه کې جديت نشته، که وي هم، نو د سياسي موخو لپاره وي.
- کله چې نړيواله ټولنه او امريکا د افغانستان ملاتړ کوي او د افغانستان ترڅنګ ودريږي، نو دا هر څخه کله کوي؟ په افغانستان کې فقر، هره ورځ مرګ - ژوبلې، سياسي کړکېچ، اقتصادي بحران....
او که چېرې نړيوالې ټولنې په يادو برخو کې ملاتړ او مرسته کړيې وي، نو پايله يې څه ده؟
- امريکا او نړيواله ټولنه د افغانستان په جګړه کې د خپلو دولتونو ملي ګټې ګوري، که داسې نه وای، نو په ۲۰۱۴ کې يې ولې وتل پيل کړل؟ د کومې مثبت تغير په موخه يې افغانستان پرېښود؟ د امنيتي تړون لاسليک چې امريکا پرې ډېر ټينګار کولو، لاسليک شو، خو پايله يې څه شوه؟
په افغاسنتان کې د روانې جګړې په اړه په لويه کې دا دوه لېدلوري موجود دي، چې دواړه لېدلوري يې په ډېر شمېر سره پيرو هم لري.
د جګړې په اړه دې دغه لېدلورو شتون د افغانستان روانه جګړه او سياست دومره پيچلی کړی، چې په يو وخت کې د يو بريد په اړه عام افغانان وايي، "چې بريد امريکا ترسره کړ، بريد په خپله افغان حکومت وکړ چې ترهګرو سره لاس لري، بريد وسله والو مخالفينو وکړ، بريد پاکستان او يا نور...."
موضوع دومره پېچلې ده، چې د ترسره شوي بريد لوری په اجماع او ټول ډول سره چاته نه دی مالوم، حتی له ځيني لوړپوړو چارواکو هم په کې ورکه شي، چې د جګړې مقابل لوری څوګ دي.
که چېرې په کابل کې د پروني او په انټرکانټيننټال هوټل د تېرې اونۍ د بريد په اړه تحليل وکړو، نو ياد تحليل بايد په هغه دوو لېدلورو کې وکړو، چې وړاندې مو ذکر او دوی د افغانستان جګړه په کې ګوري.
۱- هغه ليدلوری چې دغه جګړه په رېښتيا هم، د نړيوالې ترهګرۍ او د نړيوالې ټولنې په ملاتړ د افغانستان ترمنځ حګړه بولي په دې اند دي چې:
"لوی لاس په کې د پاکستان دی، پاکستان د امريکا دهغه تورونو څخه د خلاصون په موخه چې امريکا يې پرې پورې کوي ځان خلاصوي او داسې يوه صحنه وړاندې کوي چې وښيي، طالبان د پاکستان له کنټرول وتلې ډله ده، د لوی بريدونو د ترسره کولو وړتيا لري، خپله دا خبره ثابته کړي، چې امريکا د افغانستان په جګړه کې ماتې خوړې ده، په ترهګرۍ کې يې ګټې او د ترهګرۍ تنور ګرم وساتي."
۲- هغه لېدلوری چې په افغانستان کې روانه جګړه د وينې له د وران سره پرتله کوي، دوی وايي چې ترهګر، طالب، داعش، امريکا او نړيواله ټولنه يوه نقطه ده، په افغانستان کې روانه جګړه د امريکا او نړيوالې ټولنې له خوا پرمخ ځي، خو په ډېرې لوړې سياسي سټراټېژۍ سره، چې د ګوتو په شمار خلک په دې راز پوه دي، چې هم ترهګري امريکا او نړيواله ټولنه کوي او هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه امريکا او نړيواله ټولنه کوي. دوی په دې اند دي چې:
"امريکا په سيمه کې د خپل شتون په موخه پاتې کېدل غواړي، امريکا او نړيوالې ټولنې په ۲۰۱۴ کې د پوځيانو د اېستلو لړۍ پيل کړه، خو اېستلو سره يې سم، بيا رالېږل هم پيل کړل، د ترهګرۍ په جګړه کې يوازې پاکستان نه دی چې رېښتنی نه دي، بلکې په خپله امريکا، نړيواله ټولنه او د افغان حکومت د ننه يو شمېر کړۍ هم په دې جګړې ريښتنې نه دي، بلکې د جګړې منځ ته راوړونکې دي."
نو په پايله کې ويلی شو، ترڅو چې دا مالومه نه وي، چې افغانستان د چا سره جګړه کوي؟ په افغانستان کې روانه جګړه به همداسې روانه وي. دغه جګړه نه د افغان او نه هم د بهرنيو ځواکونه په غښتلتيا، شمېر او پیاوړتيا سره له منځه نشي تللی، ترڅو چې د جګړې څرګند لوری مالوم او څرګند نه شي.