څیړنه: په کور کې دلوښو مینځل ښځو ته ذهنی ارامتیا ورکوي

دامریکا په فلوریډا ایالت کښې یوې تازه څیړنې ښودلي، چې دلوښو مینځلو له امله نه یوازې داچې اعصاب ارامښت مومي بلکې له ذهني فشار څخه څخه هم نجات موندلای شي.

دوې وایې، په کور کښې کار کول تل دښځو لپاره یوه مسله وي او هره ښځه غواړي چې په کور کښې له کار کولو ځان خلاص کړي په تیره بیا په پخلنځي کښې له لوښو وینځلو.
دامریکا پوهانو اوس دښځو مسله حل کړي ده او په یوه نوي څیړنه کې ویل شوي دي که چیرې ښځې غواړي چې اعصاب یې ارامه وي یا له ذهني فشار څخه ځان وژغوري نو په کور کې دې کارونه او په خاصه توګه لوښي ومینځي .