په سر کې د پخې یا خُشکۍ اسانه درملنه

د مختلفو شامپوګانو استعمال او د پاکوالي خیال نه ساتل په سر کې د خُشکۍ لامل ګرځي چې بیا دغه چاره دویښتانو دوتلو او د سر دخارښ سبب کیږي.

اوس روغتیا پالانو د همدې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ځينې لارې موندلي:

لومړې د مڼې سرکه:
روغتیا پالان په دې باور دي، چې د مڼې سرکه کولای شي په سرکه کې شته تیزابیت د خُشکۍ په ختمولو کې نه باوریدونکې مرسته وکړي؛ د دوی په باور د یو ګیلاس څلورمه برخه د مڼې سرکه او هغومره اوبه ورسره یوځای کړئ او د سپري په بوتل کی یې واچوئ او په خپل سر یې وشیندئ، د ۱۵ دقیقو نیولي تر یوه ساعته پورې خپل سر پټ او بیا یې په شامپو ومینځۍ دغه چاره په هفته کې دوه ځلې تکرار کړئ د سر خُشکۍ به ان شا الله په مکمله توګه له منځه ولاړه شي.

دويم لیمو:
د روغتیا پالانو د لارښونې سره سم لیمو هم په خپل شته تیزابیت هایدروجن نورمال ساتي او له یادې ستونزې مو خلاصوي نو ددې کار لپاره دوه کاشوغې دلیمو اوبه او شربت په خپل سر تر هغې ووهئ چې تر څو ډاډه نه شئ چې خُشکۍ ختمه شوه او بیا یې په اوبو پاک ستره ومینځئ.

درېیم مالګه:
مالګه هم د لیمو په شان د پخې یا خُشکۍ په له منځه وړلو کې ډیره ګټوره ده نو مالګه را واخلئ او په خپل سر یې واچوئ، خپل سر پرې ښه مالش کړئ او بیا یې ومینځئ له ګټو به یې خپله خبر شئ.

څلورم د زیتون تیل:
د زیتون تیل د نورو ناروغیو سربیره د سر خشکۍ ختمولو لپاره هم ډیر مواثر دي. نو د شپې مهال د زیتونو په تیلو خپل سر غوړ کړئ او بیا تر سهاره یې په یوه ټوټه یا څادر کلک وتړئ او بیا یې په شامپو ومینځئ په څو ورځو کې به یې مثبته پایله ومومئ، خو که د زیتون تیل لرونکې شامپو هم ډیره اغیزمنه ثابتیدای شي.

پنځم اوږه او د کوپرې تیل:
اوږه او دکوپرې تیل هم د پخې یا خشکې ختمولو لپاره ډیر ګټور دي، چې د اوږې څخه اوبه ویستل او له شاتو سره له یوځاې کولو وروسته یې، په سر ووهئ او د کوپرې تیل دوه کاشوغې د زیتون تیلو په شان له سر غوړولو وروسته ومینځئ، چې دغه کارونه مو په مکمله توګه له پټخې یا د ویښتانو له خشکۍ ژغوري.