د ویټامین ګولۍ خوړل مو په دغه وژونکې ناروغیو اخته کوي

په امریکا کې په یوه ترسره شوې څیړنه کې موندل شوي، چې دملټي ویټامین (Multi Vitamin) ګولیو زیات استعمالول مو دزړه او سرطان ناروغیو سربیره په نورو وژونکو ناروغیو اخته کوي.

دڅیړونکو په باور، غذایي موادو لرونکې ګولۍ د انسان په روغتیا منفی اغیزه کوي چې دغه چاره دزړه او سرطان ناروغیو دزیاتوالي لامل ګرځي.

سره له دې چې روغتیا پالان وایې، یادې ګولۍ د انسان د بدن اړتیا نه شي پوره کولای خو بیا هم دغه ګولۍ د نړۍ په سطحه ډیر استعمالونکي لري.

دوي ټینګار کوي، طبعي خواړه کولای شی د انسان د بدن د ویټامینونو او نورو اړینو موادو د پوره کولو ښه مرجع ده.