"اې ننه روشه، بوديا د شېګارې څوڅکي دي" له خوستۍ لهجې سره بلد شئ

ژبه د اړيکو وسيله ده. په نړۍ کې په زرګونه ژبې شتون لري. د يوې څېړنې له مخې په نړۍ کې شاوخوا درې زره ژبې شتون لري، چې له دې درې زره ژبو څخه يې ۶۰۰ د لېکلو سېسټم لري، ۶۰ ژبې د هېوادونو په کچه رسمي ژبې دي، ۶ ژبې د ملګرو ملتونو رسمي ژبې دي او انګلېسي نړيواله ژبه ده.

ويل کيږي چې په افغانستان کې نېږدې ۳۰ ژبې دي، چې د اساسي قانون اړوند پښتو او دري د هېواد رسمي ژبې دي او بله هره هغه ژبه چې په کومه سيمه کې اکثريت ويونکي ولري نو درېيمه رسمي ژبه بلل کيږي.

مخکې له دې چې په خوستۍ لهجه يو څه مالومات وړاندې کړو، غوره به وي چې د ژبې او لهجې ترمنځ په توپير يو څه مالومات وړاندې کړم.
 
ژبه: د اړيکو هغه سېسټم چې د يو هېواد يا ټولنې ځانګړې خلک يې کاروي ژبه بلل کيږي، يا د انسانانو ترمنځ د اړيکو او خبرو هغه طريقه، چې په تحريري او يا تقريري ډول کلمې په کې استماليږي او مفهوم لېږدوي؛ ژبه بلل کيږي.

لهجه: له ميعاري ژبې څخه راخېستل شوي خو په توپيري ډول د کلمو ويل او تلفظ ت، چې په يوه سيمه کې د ځانګړې ډلې له لورې کار ول کيږي؛ لهجه بلل کيږي، يا هغه بېلونکی فشار چې پهميعاري ژبه کې په کلمو راوړل کيږي؛ د لهجې په نوم ياديږي.

خوستۍ لهجه:
خوستۍ لهجه د پښتو ژبې د تلفظ بل او بېل ډول دی، چې د هېواد په سويل ختيځ ولايت خوست کې ويل کيږي.

خوستۍ لهجه که څه هم له ميعاري پښتو سره ډېر توپير نه لري، خو په ځينو برخو کې يې توپير دومره لوړ شي، چې د معياري او رواجي پښتو ژبې بل ويونکی ترې مهفوم په اسانۍ نشي اخېستلی.

د میعاري پښتو او خوستۍ لهجې ترمنځ ځينې توپيرونه:
۱- په خوستۍ لهجه کې د (الف) پر ځای تر ډېره د (و) له توري ګټه اخېستل کيږي.
بېلګې:
- ميعاري پښتو: دننه راشه، بيرون د باران څاڅکي.
خوستۍ لهجه: اې ننه روشه، بوديا د شېګرې څوڅکي دي.
- ميعاري پښتو: لاړه له بازار څخه سودا راوړه.
- خوستۍ لهجه: لوړ شه، اې بازور نه سودو رورا.
که پورته بېلګو ته وګورو، نو تر ډېره د (الف) پر ځای (واو) استعمال شوی دی.

۲- د (ح) او (ه) پرځای تر ډېره (خ) کارول کيږي.
بېلګې:
- ميعاري پښتو: احمد په روهي وېب پاڼه کې کار کوي.
خوستۍ لهجه: اخمد پو روخي وېب پاڼه کې کوور کي.

۳- د (ف) پر ځای د (پ) له توري ګټه اخېستل کيږي.
بېلګې:
- ميعاري پښتو: د هېواد د مليی دفاع وزارت وايي.
- خوستۍ لهجه: د ملي ديپا وزارت يايي.

۴- له ميعاري پښتو سره د کلمو توپير:
پورتني درې بېلګې يې د تورو يا حروفو په کارونه کې وي، خو د ميعاري ځينې کلمې هم په خوستۍ لهجه کې نه کارول کيږي او چې و کارول شي نو نااشنا ښکاري.
بېلګې: هېواد، ښوونځۍ، ښوونکی، ښار، هټۍ، دفتر....
واطان، مکتاب، مالېم، بازور، دېکون، دپتر....
که پورتنيو بېلګو ته ځېر شو، نو يوازې تلفظ يې توپير کوي، بلکې د پښتو ژبې د اصلي کلمو پرځای د نورو ژبو کلمې په خوستۍ لهجه کې کارول کيږي، خو د تلفظ په ډېر توپير سره.

۵ - هغه کلمې چې په نېږدې ژبو کې کرول کيږي او نه هم په ميعاري پښتو کې يوازې په خوستۍ لهجه کې استعمال لري.
بېلګې:
- انار (نونګوړی)، چارمغز (ماټاک)، زردالو (منده ته)، د سهار د لسو بجو خوراک يا نشته (د برې زر چای يا د تنکۍ مړۍ مال چای)، د جوارو ډوډۍ (سوکړک يا ګاډلی)، کارغه (کوړاغ) .........

۶- ځيني هغه اصطلاحات چې بهرنيو ژبو سره ورته والی لري او په خوستۍ لهجه کې هم د يوې خاصې ډلې له لورې کارول کيږي.
بېلګې:
- ايس کيز وي (اوس ښکته شوي وو).
- آرې کوت مې (يوازې کتلو مې).
خو بايد يادونه وشي، چې څه ډول چې اکثره لهجې يوازې په تقريري ډول کارول کيږي خو لېکلي بڼه نه لري، نو په هم دې ډول خوستۍ لهجه هم کومه ځانګړې لېکلي بڼه نه لري، بلکې د لېکلو په موخه د ميعاري پښتو له لارو ګټه اخېستل کيږي.