ژباړه او راټولونه: احمدشاه ویاړ
سادېزم د رواني، جسمي او جنسي اړخه د نورو ځورونې ته ویل کېږي، داسې چې ځوروونکی کس له دغې ځورونې خوند و ارام ترلاسه کړي.
په اتلسمه پېړۍ کې فرانسوي لیکوال «مارکي دوساد» په خپلو لیکنو کې پر دغه اختلال د اخته کسانو ځانګړنې بیان کړې. د سادېزم اصطلاح هم د دوساد له نامه نه اخیستل شوې ده.
پر سادیزم اخته کسان د نورو له رواني او جسمي ځورونې خوند اخلي، دغه ځورونه کله کله د جنایت او وژنې تر بریده رسېږي. په ورځنیو چارو په ځانګړي ډول ادارو، مېلمستیاوو او ان علمي ناستو کې هم له داسې کسانو سره مخ کېږو چې د نورو له تحقیرولو، کنایه کولو او رټلو خوند اخلي؛ د بېلګې په ډول: خاوند خپله ښځه د مېلمنو په مخکې تحقیروي، یا پلار خپل زوی د خلکو په مخکې سپکوي، یا د ادارې رییس چې د خپلو مامورینو له رواني ځورونې خوند اخلي او یا د یوه ښوونځي ښوونکی چې پرته له کومې غلطۍ پر زده کوونکو ملنډې وهي، دا ټولې د سادېزم بېلګې دي.
تر اوسه دری ډوله سادیزم پېژندل شوی چې کېدای شي دری واړه ډولونه یې هممهاله په یوه کس کې موجود وي:
۱ـ ذهني سادیزم: هغه ډول سادیزم دی چې سادیک کس نورو ته د زیان رسولو پر ځای په ذهن او تصور کې د سادیزمي کړنو صحنې انځوروي او خوند ترې اخلي.
۲ـ سیمبولیک سادیزم: دا یو ډول منحرف او غیرنارمل رواني حالت دی، چې پرې اخته کسان نورو ته د بدني زیان رسولو او شکنجې پرځای خپل شاوخوا کسان تحقیروي او شخصیت یې تر سوال لاندې راولي.
۳ـ بدني سادیزم: چې واقعي سادیزم هم ورته وايي او پرې اخته کسان د جنسي خوند د ترلاسي په موخه مقابل لوري ته فزیکي زیان رسوي او له دې حالته خوند اخلي. دغه کسان ځینې وخت ان په قتل لاس پورې کوي. پر سادیزم اخته ځینې کسان د حیواناتو له ځورولو او وژلو هم جنسي خوند ترلاسه کوي. په سادیستي ـ مازوخیستي اړیکه کې ډېر ځله له ځنځیر، متروکې، پلاستیکي او چرمي وسایلو، تسمو او جګو بوټونو نه ګټه اخیستل کېږي.
دا اختلال د نوې ځوانۍ له وخته پيل کېږي او د درملو له ناسمې کارونې، بدني ناروغیو او پخوانۍ مغزي ضربې سره هېڅ تړاو نه لري. تر اوسه د دې اختلال کوم ځانګړی علت نه دی مشخص شوی؛ خو ځینې جنتیکي او کورني عوامل د دې سب ګرځي چې فرد سادیستي کارونو ته اړشي.
د سادیزم د له منځه وړلو لپاره تحلیلي اروايي درملنه، د کړو وړو درملنه، د درملو کارونه او د کورنۍ لخوا پاملرنه ګټور تمامېږي. همدارنګه د محیطي استرس کمول، د نامعقولو جنسي افکارو لرې کول، د ذهني تصوراتو کنترول، مطالعه او د پوهې کچه لوړول، ورزش او سالم فعالیتونه، له خدای سره اړیکه ټینګول، معنوي ارزښتونو ته ژمنتیا او د سالمو ملګرو موندل د سادیزم د کچې په راټیټولو او له منځه وړلو کې مرسته کولای شي.
وروستي