ولې باید فلسفه ولولو؟

     موږ معولا یو اثر د دوو موخو لپاره مطالعه کوو، یا مو له لوست نه هدف تفرېح او ساتېری وي، یا د مسلکي پوهې او معلوماتو د ترلاسي لپاره مطالعه کوو. ښايي فلسفه هم د دې موخو لپاره ولوستل شي. هغه کسان چې د دې علم د مطالعه کولو نیت لري، لومړۍ پوښتنه یې دا وي چې فلسفه څه شی ده او ولې یې باید ولولو؟ زه دلته هڅه کوم چې دې دوو پوښتنو ته لنډ ځوابونه ووایم.
    فلسفه هغه مسایل مطالعه کوي، چې ډېر پراخ او جنجالي وي، دا مسایل په ماهیت، وجود، معرفت، اخلاقو، دلیل او د انسان په هدف پورې اړه لري. فلسفه هڅه کوي هغو پوښتنو ته ځواب ووايي چې ځینې ځیرک انسانان د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې ورسره مخ کېږي، دا پوښتنې د انسان او کایناتو له خلقت او څرنګوالي نه پیل د بېلابېلو مسایلو او پدیدو تر پیدایښت او څرنګوالي پورې اړوند مسایل په لمن کې رانغاړي؛ د بېلګې په ډول: زه له کومه ځایه راغلی یم؟ ولې راغلی یم؟ چېرته ځم؟ داسې دلایل شته چې د خدای شتون ثابت کړي؟ د څه لپاره ژوند کوو؟ د اخلاقو له مخې سم او ناسم له کومه ځایه سرچینه نیسي؟ د قانون ترپښو لاندې کول څنګه کار دی؟ ذهن او بدن یو دي که بېل؟ علم څه ډول پرمختګ کوي؟ هنر څه ته وايي؟ دا او دې ته ورته لسګونه او سلګونه پوښتنې دي، چې د فلسفې په لوستلو سره د بېلابېلو پوهانو له انده د هغو ځوابونه مومو.
   پورته مو له مطالعې نه د لوستونکي موخې یادې کړې. هغه کسان چې د خوند او ساتېري لپاره مطالعه کوي، دا علم ځکه ورته اړین دی، چې له کلتوري او روښانفکرانه پرستیژ نه برخمن دی، مانا دا چې فلسفه تر یوه حده د ټولنې له کلتور سره تړاو لري او د لیکوال د ټولنې د کلتور ځینې اړخونه پکې انعکاس مومي. د بېلابېلو ټولنو د کلتور او رسم و رواج مطالعه نه یوازې دا چې لوستونکي ته د تفرېح او ساتېرۍ زمینه برابروي، لا چې د ژوند  د بېلابېلو اړخونو په باب د هغه معلومات او تجربه زیاتوي او د ښه ژوند کولو چل ورښيي.
     هغه کسان چې فلسفه د یوې علمي او مسلکي اړتیا په توګه مطالعه کوي، څو ګټې کوي؛ لومړۍ دا چې د فلسفې لوست یې ژور تفکر ته هڅوي. فلسفي تفکر د تفکر له غوره ډولونو څخه دی. د فلسفي استدلالونو تحلیل راسره مرسته کوي چې د ژوند د بېلابېلو اړخونو په باب مو معلومات پراخه شي، دا ډول تفکر مو نړۍ لید پراخوي او مهارتونه مو زیاتوي.
    ډېر داسې کسان شته چې فلسفه یې لوستې او د دغه علم له قواعدو نه په بېلابېلو برخو لکه حقوقو، مدیریت، ورځپاڼه لیکلو، د کمپيوټر پرګرام جوړولو او نورو هغو برخو کې ګټه اخلي، چې تفکر ته اړتیا لري. پر دې سربېره هغه کسان چې په فلسفه کې مطالعه لري او غواړي چې هنر ته مخه کړي، دا علم ورسره په رومان لیکلو، کره کتنه، شاعرۍ، فلم او ډرامه جوړولو کې مرسته کوي.
      ښايی ځینو ته پوښتنه پیدا شي چې د مسلمانانو لپاره ټول معارف او اخلاق په قرانکریم او احادیثو کې  وړاندې شوي او په قران کې هېڅ کمی نشته؛ نو ولې فلسفه ولولو؟ د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې فلسفه یو ډول ریاضت دی، چې د انسان فکري او پوهنیزه هاضمه زیاتوي، څو د قران په نصوصو او روایاتو په ښه ډول وپوهېږي.
    دا په دې مانا نه ده، چې ګواکي هغه څوک چې په فلسفه کې معلومات نه لري، په قرانکریم نه پوهېږي، خبره داده چې پوهه خپلې درجې لري. څومره چې په عقلي اومنطقي علومو کې د انسان پوهه زیاته وي، هومره له ایتونو او روایاتو نه زیاته ګټه اخیستی او په مفهوم یې ښه ترا پوهېدلی شي؛ د بېلګې په ډول: که په قرانکریم کې کوم روغتیايي مطلب بیان شوی وي، نو یو ډاکټر به ښه پرې وپوهېږي، که معمولي سړی؟ مالومداره ده چې په دې برخه کې د ډاکټر درک او فهم تر یوه عادي کس نه لوړ دی. داسې نه ده چې که طبابت نه وي، نو د قران په طبي امورو پوهېدل ناشوني دي، خلک به پرې وپوهېږي، خو دومره نه.
    نو د فلسفې لوست او پر هغې پوهېدل موږ هڅوي چې د ژوند د بېلابېلو اړخونو او مسایلو په هکله معقول او پراخ فکر وکړو. د ذهن او عقل دروازې پرانېزو او نړۍ په داسې بڼه وګورو چې تر اوسه مو نه وه لیدلې.
  فلسفه راسره مرسته کوي، چې په بېلابېلو علومو او کسبونو کې پرمختګ وکړو او خپل مهارتونه زیات کړو، ځکه د دې علوم اصول تقریبا په ټولو نورو علومو کې د تطبیق وړ دي. همدارنګه فلسفه د دې لامل ګرځي چې په دیني نصوصو او ارشاداتو تر عادي وګړو ښه او ژر وپوهېږو او پراخه او هر اړخیزه ګټه ترې واخلو.