
لیکوال: احمدشاه«ویاړ»
فروید په اروا پوهنه کې له ادبیاتو نه دوه اړخیزه استفاده وکړه. له یوې خوا یې د ارواپوهنیزو مفاهیمو د تشریح لپاره له ادبیاتو نه اصطلاحات پور کړل، له بلې خوا یې په ادبیاتو کې پر جنسیت ولاړه ارواپوهنه وپلټله. اودیپ، الکترا او نارسیزم یا نرګسیت چې د فروید د ارواپوهنې مهم اصطلاحات دي، رېښه یې په ادبیاتو کې ده. د اودیپ او الکترا اصطلاحات د لرغوني یونان له دوو مشهورو کیسو نه اخیستل شوي، چې لومړۍ له پلار سره د مور پر سر د لیبډو له مخې د زوی او دویمه له مور سره د پلار پر سر د لور سیالۍ ته وايي. داسې یې د نارسیس (نرګیس) اصطلاح هم د لرغوني یونان له یوې افسانې واخیسته.
موږ کولای شو چې د یوه لیکوال له اثارو د هغه د ژوند د پېښو او ذهني مسایلو په باب معلومات لاس ته راوړو او دا څرګنده کړو، چې د هغه خاطرو او احساساتو د نوموړي پر لیکنو څومره اغېز کړی، په داسې حال کې چې لیکوال خپله د دغو پخوانیو پېښو په باب منظم معلومات نه لري.
لکه څنګه چې ارواپوه د علمي اصولو په کارولو سره د خوبونو د تعبیر له لارې د وګړو هیلې او غوښتنې معلوموي، همداسې ادبي کره کتونکی کولای شي چې د یو لړعلمي قواعدو په کارونګ سره د لیکوال په اثارو کې د هغه خیالي انځورونه او غوښتنې ومومي. یو ادبي اثر له ماشومتوبه تر لویوالي د لیکوال د ژوند د ډېرو اړخونو په باب معلومات راکولای شي. ځکه له نړۍ سره د لیکوال اړیکې او د هغه احساسات او غوښتنې په ادبي اثر اغېز کوي. نو کولای شو چې د لیکوال له اثارو د هغه د ژوند د بېلابېلو اړخونو په باب معلومات لاس ته راوړو. پر دې سربېره د لیکوال له اثارو د هغه د ارثي ځانګړنو، له مور و پلار او ملګرو سره د هغه د اړیکو، لوستل شویو کتابونو او نورو اړخونو په باب هم معلومات ترلاسه کولای شو او ویلای شو، چې نوموړی به په راتلونکي کې څه ډول لیکوال وي او اثار به یې کومې ځانګړنې لري.
په ادبي اثارو په ځانګړي ډول غزل او داستان کې د پنځګر د شخصیت د موندلو لپاره د «پسیکانالیز» روش ډېر ګټور دی. شاعر او لیکوال چې څومره هم له پنځونې د خپل شخصیت د بهر ساتلو هڅه وکړي، بیا هم د پسیکانالیز د اصولو په دقیق کارونګ سره کولای شو، چې له پنځونې د نوموړي د شخصیت ابعاد معلوم کړو. د «مریمه» او «فلوبر» په ګډون ځینې لیکوالان پر دې ګروهمن وو چې هنر باید غیر شخصي وي. دوی هڅه کوله چې شخصیت یې په لیکنو کې انعکاس ونه مومي؛ خو بیا هم د «پسیکانالیز» د عملیې په وسیله د دوی له اثارو نه د دوی ځینې شخصیتي ابعاد رابرسېره شول.
دا چې د پنځګر احساسات په تغزلي اشعارو کې تر نورو لیکنو زیات انعکاس مومي، نو ځکه په رواني تحلیل کې ډېره ګټه ترې اخیستل کېږي. که د نړۍ د مشهورو شاعرانو لکه برنز، بایرون، شیلي او کیتز شعرونه ولولو؛ څرګندېږي چې د دوی غوښتنو، هیلو، دردونو او محرومیتونو تر نورو اړخونو زیات انعکاس پکې موندلی. په دې برخه کې د نوموتي شاعر کیتز هغه قطعه د یادونې وړده چې د یوناني جام په باب یې ویلې ده. نوموړي که څه هم په دې قطعه کې د خپلې مینې په باب څه نه دي ویلي، خو هغه کسان چې د ده د ژوند په باب معلومات لري؛ وايي چې نوموړي په دې قطعه کې خپله محبوبه (فاني بران) په پام کې نیولې او د نورو یوناني مینانو غوندې یې د خپلې ناکامۍ کیسه کړې. د یوه بل انګلیسي شاعر «شیلي» د ژوند احساسات هم د نوموړي په اشعارو کې موندلی شو. که د نوموړي د «جنوبي یاغي باد» او «چکاوک» قطعې ولولو، پوهېږو چې له ژونده زړه توری او له خپلې مېرمنې سره یې مینه کمه ده.
معمولا ویل کېږي چې هر لوی لیکوال د خپل ژوند حال په یوه اثر کې بیان کړی، مشهور لیکوال «شارلوت برنته» په خپلو دوو کتابونو«ولیټ» او «جن ایر» کې دغه کار کړی. د چارلز دیکنز د داستانونو ټول ښځینه کرکټرونه د دوو ښځو ځانګړنې لري، چې د ده په ځوانۍ کې ورسره مینه وه.
د لیکوال له لیکنو څخه د مذهب په هکله د هغه روحي کشمکش هم مالومولای شو، زیاتره وخت ځینو لیکوالو په ځوانۍ کې له مذهبه مخ اړولی؛ خووروسته تر یوشمېر تجربو بېرته مذهب ته راګرځېدلي دي، چې د بېلګې په ډول د لیف تولستوی، داستایوفسکي، استرندبرګ، ورد زورت او ځینو نورو یادونه کولای شو.
د پسیکانالیز له نظره ادبي اثر خوب ته ورته دی او د هغو هیلو او غوښتنو ټولګه ده، چې لیکوال یې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی. دغو ټولو هیلو او خواهشاتو ترکیب موندلی او د ادبي اثر په بڼه رامنځته شوي. څنګه چې د پسیکانالیز د اصولو په مرسته د خوبونو تعبیر کېږي او د اشخاصو رواني ناروغۍ تشخیصېږي؛ همداسې د ادبي اثارو د تحلیل او شننې له لارې د لیکوال غیرعادي رواني اړخونه څرګندېږي.
د شعر او خوب ترمنځ اړیکه په دوامداره توګه څېړل شوې، شاعر د هغه کس غوندې دی، چې خوب ویني او خیالي نړۍ په خپل ذهن کې ترسیموي، خپلې هیلې او غوښتنې بیانوي او موږ ته وايی چې څنګه یې هیلو ته نه دی رسېدلی، خو دا چې د شرم او وېرې له کبله خپل احساسات او غوښتنې په ښکاره توګه نه شي بیانولی، نو ادبي سیمبولونو او کنایو ته مخه کوي.
په لنډه توګه ویلای شو، چې ادبیات له ارواپوهنې سره نژدې او نه شلېدونکې اړیکې لري، د شاعر او لیکوال غوښتنې، احساسات او خاطرې په یو نه یو ډول د هغه په پنځونو کې ځان ښکاره کوي او د ځانګړو رواني اصولو او قواعدو په وسیله کولای شو، چې هغه تحلیل او مبهم اړخونه یې را وسپړو.