
د امریکا حکومت یو ځل بیا هم پر پاکستان غږ کړی دی چې په نوموړي هیواد کې دې د میشتو طالب مشرانو پر وړاندې جدي اقدامات تر سره کړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سینډرز چې په یوه خبري غونډه کې یې خبرې کولې په کابل کې د انټرکاټیننټال هوټل د برید په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې یې وویل چې موږ دا برید په کلکو ټکو غندو او له پاکستانه غوښتنه کوو چې د نوموړي برید عاملین ژر تر ژره ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا له خوا پر پاکستان فشارونه په دې وروستیو کې زیات شوي دي.