د نړۍ لومړنی لمریزې برېښنا موټر به راتلونکی کال پلور ته وړاندې شي

په هالنډ کې یو کمپنۍ داسې موټر جوړ کړی دی چې په لمریزه برېښنا به چلیږي، دا موټر به راتلونکی کال بازار ته وړاندې شي تر څو خلک یې واخلي.
دا موټر د هالنډ لایټ آیرن کمپنۍ جوړ کړی دی چې کله یې بیټري د لمریزې برېښنا په وسیله چارج شي نو له ۴۰۰ تر ۸۰۰ کلیومترو پورې مزل کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له پخوا د لمریزې برېښنا په وسیله چلیدونکي موټر باندې تحقیقات روان وو خو لا یې بازار ته د وړاندې کیدلو ادعا نه وه شوې.