
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پاکستان ته د څیړنو لپاره یو هیئت لیږي.
امنیت شورا پاکستان ته په داسې حال کې یاد هیئت لیږي چې په پاکستان باندې په دې وروستیو کې نړیوال فشارونه زیات شوي دي.
ویل کیږي چې یاد هیئت به د حافظ سعید په اړه څیړنې وکړي چې په بمبیي کې د ۲۰۰۸ز کال پر ترهګریزو بریدونو تورن دی خو پاکستان وایي چې د ده په اړه کوم ثبوت نشته او خوشی شوی دی.
امریکا او هند ویلي دي چې نوموړی باید ژر تر ژره ونیول شي ځکه چې خطرناک ترهګر دی.
له بل لوري پاکستان ویلي دي د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یاد هیئت سفر عادي دی.