فرهنګي پاملرنه!

کله چې په دودونو خبره کېږي ذهن ته مو خپل کلتور نيغ ودریږي ځکه زموږ په ټولنه کې چې څه پخوا وو اوس نشته په ځېنو سېمو کې به وي خو هلته هم اوس په هغه بڼه نه دي پاتې.
 
 یوځای په فرهنګونو خبره کېده چا ویل ولسونه د وخت په تېریدو سره خپل کلتور بدلوي. دودونه یې هم بل رنګ اخلي. زه په دې نظر وم، چې څوک تمدن ته نږدې کېږي ممکن له مکان سره یو څه بدل شی خو که عقایدو او مذهب ته فکر وکړو نو بیا ممکن نه ده ځکه د اسلام مبارک دین د ژوند ټولو اړخونو ته ارشادات فرمایلي.
 
که هغه کورنی، سیاسي او یا اقتصادي نظام وي همدارنګه اسلام د لباس، خوی، اخلاقو او ...  په اړه هم صراحتاً اصول لري نو بیا د دود خبره بیخي ورکيږي خو افغاني ټولنه په کلتور کې داسې بېلګې لري چې مکمل د دین سره اړخ لګوي ځېنې به داسې هم وي چې په ټکر کې راځي .
 
د دودونو په اړه چې فکر وکړو ډېر داسې دودونه به مو ترسترګو شي چې په ښکاره د فکرونو خبرابوالي لامل ګرځي د دغه دودونه له منځه وړل د چا مسولیت ده ؟
 
 باید وويل چې د هر فرد په ځانګړي ډول د ځوانان چې دټولنې  ملا تیر هم بلل کېږي. که وه وایو دوی اکثره وخت ډله ییز تېروي دا معنا چې لومړۍ په ښوونځي بیا په پوهنتون کې او همدارنګه په ادبي بهیرونو، بېلابېلو کلتوري ټولنو او ... فعالیتونو کې سره همغږي وي او ځانګړو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه کوي .
په ټوله کې که وه وایم ځوانان د دودونو په ساتلو کې تر بل هر چا ښه کار کولی شي او هغه دودونه چې زموږ ټولنه بربادۍ لوري ته بیایي د هغو هم مخه ژر نیولی شي.
ښکاره خبره ده چې د څو لسیزو په اوږدو کې فکري جګړه مارانو خپل کوششونه جاري ساتلي دي ترڅو خپل کلتور  زموږ په ټولنه ومني .
 
موسسات، د همکارۍ او نورو مرستو په نوم ټولنې او ... ادارات شته چې بېلابېلو پروژو له مخې خپل تاثرات غورځوي. د دوی موخه د ټولنې کلتور ته صدمه رسول او ترمنځ یې ناوړه دودونه رایجول دي خو د دغه ډول فکرونو ماتولو لپاره د عالمانو، ملا امامانو، رسنیو او ليکوالو تر څنګ ځوانان هم ډېر زیات رول لري .
 
معمولاً د ځوانانو طبقه ژر د بل کلتور تر تاثیر لاندي راتللی شي ځکه دوی فکرا نوښت ته اماده وي او نوښت د پرمختګ لاره ګڼي خو که دوی ته فرهنګي ارزښتونه که په کامله معنا وروښول شي، ډېر وخت په هغه کلتور کې پاتې شي او د کلتورې نېمګړتیاو سره مخ نه شی نو هېڅ وخت ځوان بیا د بل کلتور منلو ته چمتو کېږي نه.
 
په افغانستان کې هغه دودونه چې زموږ د فقر سبب کېږي، په مختلفو سيمو کې ډول ـ ډول دي نو مهمه ده چې ددې فقر بډایه کېدو لپاره ځوانان په هېواد پالې روحې وه روزل شي. د رسنیو له لارې خپرونې جوړې کړای شي. په ورته وخت کې هر اړخیز کمپاینونه ترسره شي او عملي اقدم وشي.
 
دغه دودونه له حسابه وځي؛ سره له دې چې د افغانستان زیاتره خلک د اسلام د مبین دین پیرو دي مخکې مو وویل چې ادات د اسلامي مبادیاتو سره په ټکر کې وي نو په ترسره کولو یې ګناه ګڼل کېږي.
 
 که ځوانان د ناوړه دودونو سم تشخص وکړي؛له منځه وړلو لپاره یې جدي مبارزه شروع کړي او له خپل کورڅخه تر لویو ټولنو پورې ټولو ته قناعت کونکي ځوابونه ووایي نو بیا چې هر ډول دودونه وي د وخت په اوږدو کې به د ټولنو له غوښتنو سره سم شي.
 
ځوانانو ته په کار ده، یوازې د ناوړه دودونو په لمنځه وړلو کې نه بلکې ټولو دودونو ته پاملرنه او ورته متوجه کېدل مهم دي ځکه مخکې مو وویل، چې فکري خلک هڅه کوي ترڅو خپل کلتور راباندې ومني .