السیسي د مصر د جمهوري ریاست دوهمې دورې ته نوماند دی

د مصر جمهور رييس عبدالفتاح السیسي د مصر د جمهوري ریاست دوهمې دورې ته ځان نوماند بللی دی.
نوموړي خپله نوماندي تیره ورځ جمعه، د يوې وينا پر مهال چې د مصر د تلويزیون په ژوندۍ بڼه خپروله، اعلان کړه.
د مصر ټاکنې د مارچ په مياشت کې تر سره کیدونکي دي .
نوموړي ځان ژمن وبللو، چې راتلونکې ټاکنې به په سالمه او شفافه توګه تر سره کیږی او زیاته کړه: «ما مسؤليت پر پر غاړه اخيستی او هغه څه مې چې په توان کې وو د ملت د دفاع لپاره مې تر سره کړل، اوس نشم کولی د ملت له غوښتنې پرته بله لاره غوره کړم.»
السيسي همداراز ټينګار وکړ، چې «غلو او مفسيدينو» ته به اجازه ورنکړي، چې واک ته ورسيږي.
ده په دې هکله وويل: «غله او مفسیدين په ښه توګه پېژنم، دوی ته به هيڅ وخت دا اجازه ورنکړم، چې د واک ګدۍ ته نږدې شي.» د ده په وينا « د هغه امانت له کبله چې د ده پر اوږو اېښودل شوی، د هغو کسانو ممانعت به وکړي، چې غله او مفسدين دي.»
السيسي په خپلو خبرو کې د چا نوم ندی یاد کړی، خو ښايي مقصد به يې د اخوان المسلمين د ګوند مشران وي، چې ده د يوې کودتا له لارې د دوی قانوني حکومت را و پرځولو.