ترکیې خبر ورکړی دی چې د سوریې پر عفرین سیمه یې عملا پوځي عملیات پیل کړي دي خو له پولې نه دي وراوښتي.
ترکیې له پولې سره نېږدې د توغندیو دستګاوې ځای پر ځای کړي دي او د جمعې ورځې پر ماښام یې پر عفرین سیمه چې د کرد وسله والو په ولکه کې دی کوم چې ترکیه یې ترهګر بولي ۴۰ توغندي ورولي دي.
د کردانو له لوري خبري سرچینو ویلي دي چې یادو توغندیو کوم ځاني زیان نه دی اړولی.
دا په داسې حال کې ده چې سوریې دولت مخالفو او کردي ځواکونو ترمینځ ترکیې ته نېږدې په شمالي حلب کې نښتې رامینځته شوي دي چې د سوریې دولت له مخالفینو ترکیې ملاتړ کړی دی.
وروستي