امریکا کې پولیسو دوه ماشومان په دې تور نیولي چې ۵لکه شاتو مچۍ یې وژلي

د امریکا آیوا ایالت پولیسو هغه دوه ماشومان ونیول چې د یوې کروندې نیم ملیون د شاتو مچۍ یې وژلې وې.
دوی په تېر ډسمبر کې د سیکوکس ښار اړونده یوا کرونده کې د یوې ښځې او مېړه اړوند د شاتو مچیو پنځوس صندوقونه یې مات کړي وو او مچۍ یې د ساړه له کبله ووژل شوې چې د دوی په خبره ماشومانو ورته ۶۰زره ډالره تاوان اړولی دی.
دا ماشومان ۱۲ او ۱۳ کلن دي چې د مچیو پر صندوقونو یې ټوپونه وهلي او مات کړي یې دي چې وروسته مچۍ د واورې او سختو سړو له امله ټولې مړې شوي دي.
دوی پر د مچیو پر صندوقونو سربېره کور ته هم ننوتلي وو او هر څه ته یې چې لاس رسیدلی دی مات کړي یې دي.