امریکې له ترکیې غوښتنه کړې چې د سوریې په شمال کې کردي اورپکو برید ونه کړي

د امریکې متحده ایالاتو له ترکیې غوښتنه کړې ده چې د سوریې په شمال عفرین کې دې پر کردي جنګیالیو برید نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې ترکیه د سوریې پر شمال عفرین سیمه د برید لپاره تیاری نیسي او په دې اړه روسیه او ایران ورسره همغږي دي.
ترکیه وروسته له دې یاده پریکړه کوي چې امریکا اعلان وکړ تر څو د ترکیې او سوریې پر پوله له داعش ډلې سره د جګړې په موخه نوی پوځ جوړوي چې زیاتره به یې د سوریې ډیموکراټیک کرد ځواکونه وي.
د ترکیې ولسمشر د امریکا پر دغه ګام کلکه نیوکه وکړه او ویې ویل چې د امریکې دغه ترهګر پوځ به نطفه کې له مینځه یوسي.
د امریکې بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون خبریالانو ته په دې اړه ویلي دي چې دوی نه پوهیږي ترکیه به په عفرین کې پوځي عملیات پیل کړي او که نه خو دوی له ترکیې غوښتنه کوي تر څو د کردانو د ځپلو پر ځای د داعش پر وړاندې عملیات تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکې دفاع وزیر رکس ټیلرسن د ترکیې د غوسې سړولو کوښښ وکړ او دا یې رد کړه چې ګواکې دا به یو نوی پوځ وي خو د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود جاویش اوغلو وویل چې د امریکا دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې د دوی لپاره قانع کوونکې نه وې.