
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په مسکو د امریکا سفارت په پټه د روسیې دننه د دولت مخالفینو سره مرسته کوي، تر څو بې ثباتي رامنځته کړي.
خبرپاڼه چې د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په رسمي وېبپاڼه کې خپره شوې زیاتوي، چې امريکا په غالب ډول سره د دولت له مخالفو ډلو سره مالي مرستې کوي، خو روسیې د امریکا پر ضد تر اوسه دا ډول کړنې نه دي تر سره کړي.
روسيې همداراز نېوکه کړې، چې د ديپلوماتيکو موازين خلاف، امریکا ځينو رسنيو ته، چې دوی يې آزادې بولي خو په حقيقت کې د امریکا د څارګرې ادارې لخوا جوړې شوي، د روسي دېپلوماتانو د بانکي حسابونو په هکله هم په ناقانونه توګه مالومت ورکوي او دوی یې بیا خپروي.
د خبرپانې پر بنسټ، چې ديپلوماتان مصونيت لري او د امریکا دولت له مرستې دا ډول مالومات ناشوني دي، چې رسنۍ دې ورته لاسرسی پيدا کړي.