
د جرمني په دريو ښارونو کې د ايران د رژيم لخوا د افغانانو د اعدام په غبرګون کې ، ﻻريونونه وشول . دغه ﻻريونونه د هامبورګ ، فرانکفورټ او اېسن ښارونو کې تر سره شول .
د ايسن په ښار کې د ﻻريون کوونکو شمېر سلګونو ته رسيدلو او د دغه ښار له مرکزي رېل ګاډي سټېشن ته څېرمه ميدان ، څخه ﻻريون پيل شو او د ښار په مرکز کې يې لړۍ وغځيدله .
په دغه ﻻريونونو کې ، (( مړ دې وي د ايران اخوندي رژيم ! )) ، (( د افغان کډوالو پر ضد جنايت ودروی ! )) ، (( موږ د افغانانو او ايرانيانو پر ضد ، د ايران رژيم جنايتونه محکوموو ! )) ، (( موږ د افغانستان په چارو کې مداخلې محکوموو! )) ، (( موږ د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخلې محکوموو )) ، (( کرزيه ته چېرې يې ؟! )) شعارونه ورکول کيدل .
يو تن عيني شاهد روهي ويب پاڼې ته وويل ، چې که څه هم په دغه ښارونو کې ځينې ايراني پلوه کړۍ د دې لپاره راغلې وې او غوښتل يې ، چې د ايران د اخوندي رژيم پر ضد شعارونه ورنکړل شي لېکن بريالي نشول .