انځوريز رپوټ : په جرمني کې د ايران ضد ﻻريونونه

 د جرمني په دريو ښارونو کې د ايران د رژيم لخوا د افغانانو د اعدام په غبرګون کې ، ﻻريونونه وشول . دغه ﻻريونونه د هامبورګ ، فرانکفورټ او اېسن ښارونو کې تر سره شول .
د هامبورګ په ښار کې د ﻻريون کوونکو شمېر د زرو شاو خوا ته رسيدله او د دغه ښار له مرکزي رېل ګاډي سټېشن (هاوپت بانهوف ) څخه ﻻريون پيل او تر ((رات هاوس )) پورې د يې لړۍ وغځيدله .
په دغه ﻻريونونو کې ، ((مړ دې وي د ايران اخوندي رژيم ! )) ، (( د افغان کډوالو پر ضد جنايت ودروی ! )) ، (( موږ د افغانانو او ايرانيانو پر ضد ، د ايران رژيم جنايتونه محکوموو ! )) ، (( موږ د افغانستان په چارو کې مداخلې محکوموو!)) ، (( موږ د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخلې محکوموو ! )) (( کرزيه ته چېرې يې ؟! )) شعارونه ورکول کيدل .