په جرمني کې ۱۰ تنه ايرانيان د جاسوسۍ په تور نيول شوي

د جرمني رسنيو خبر ورکړی، چې په جرمني کې لس تنه ایرانیان د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کې، ایران ته د جاسوسۍ په تور نيول شوي دي.
د «فوکس» اونېزې د رېپوټ له مخې دغه لس تنه د جرمني په بادن وورتنبرگ، بایرن، برلین او نورد راین وستفالن  ایالتونو کې ميشت او دندې درلودې.
د جرمني فدرال محکمې ويلي، چې دغه کسان له ډېرې مودې راهیسې د امنيتي کسانو لخوا تر څارنې لاندې وو او دغه کسان د ایران د سپاه قدس د ډلې غړي دي.
د یادونې ده، چې ایران په ډيرو هېوادونو کې خپل کسان د جاسوسۍ په موخه ځای پر ځای کوي، دې ډول خلکو ته د آسانه تګ او په لويدېځ کې د قبوليدو لپاره هم د ایران اخوندي دولت امکانات برابروي. زیاتره دغه کسان د لوېديځ هېوادونو له تعليمي موسساتو ګټه پورته کوي او کله چې ډيګرۍ تر لاسه کړي، نو تري تم شي؛ دوی ایران ته بېرته ستنيږي او په دې توګه د خپلو جاسوسانو او نورو کدرونو د روزنې لپاره ایران ډيره موده، له دغو چلونو کار اخيستلو، خو اوس دغه هېواد رسوا شوی.