د چین او هند تر منځ د پولې پر سر بیا ستونزې راپورته شوي

د چین او هند تر منځ د سرحدي مذاکراتو تر اوسه ډېره موده نه ده تېره شوې، چې دواړه لوري، د جنجالي سیمې د مالکیت دعوه کوي.
 یو هندي چارواکي وایي، غواړي له چین سره په سرحدي سیمو کې قوي حضور ولري. همدا راز د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چین هم د دوکلوم سرحدي سیمې د خپلولو هڅه کوي او دا خپل حق ګڼي.
 لوکانگ نن له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې هېواد یې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه په کلکه ننګه کوي او هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې د دوی پر خاوره یرغل وکړي.
 لوکانگ له نوي ډهلي څخه غوښتي، چې تاوتریخوالي ته لمن ونه وهي. ده هند ته په خطاب کې ویلي، چې هند دې پر داسې کړنو لاس نه پورې کوي، چې خبره لا سخته شي، بلکې هڅه دې وکړي، چې په سمیه کې سوله او ټیکاو رامنځته کړي.
 هند او چین په خپل منځ کې څلور زره کیلو متره ګډه پوله لري.