
په بلجیم کې د اوسېدو په یوه کور کې چاودنه شوې ده، چې شل کسان یې ټپیان کړي دي. غربي رسنۍ وایي، چې د چاودنې له کبله ډېر کسان تر نړېدلې ودانۍ لاندې هم بند پاتې دي.
پولیس وایي، کېدای شي دغه پېښه د ګاز ډبې د چاودنې له کبله رامنځته شوې وي. دوی وایي، په دې چاودنه کې دوه څنګ تر څنګ کورنه نړېدلي، شل تنه ټپیان شوي او یو شمېر نور تر نړېدلې ودانۍ لاندې ګیر پاتې دي.
روغتیایي کارکوونکي وایي، د ځينو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی. د پېښې د څېړلوهڅې پیل شوې دي.