اردوغان وایي د امریکا د ترور پوځ به په نطفه کې له مینځه یوسي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د امریکا له خوا به د سوریې او ترکیې پر پوله جوړیدونکی پوځ به له جوړیدلو مخکې له مینځه یوسي.
نوموړي دا خبرې د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ټلوالې ویاند ډګروال ټامس د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې ویلي یې وو د سوریې او ترکیې پر پوله به یو پوله ساتی ځواک جوړ کړي چې اوسمهال یې شمېر ۲۳۰ کسه دی چې تر پوځي روزنې لاندې دي.
ترکیه دا پوځ د ترور پوځ بولي ځکه چې زیاتره کسان یې کردان او د ترکیې دولت ضد پي کې کې کرد ګوند اړوند دي.
سوریې او روسیې هم د دې پوځ جوړولو سخت مخالفت کړی دی او دا یې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا نقض بللی دی.
امریکا غواړي د نوموړو اورپکو شمېر ۳۰زرو کسانو ته ورسوي.