ترکیه کې د داعش سره د اړیکو په تور ۶ تنه بهرنیان نیول شوي

ترکي چارواکي وایي،۶ تنه یې په دغه هېواد کې له داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیولي دي. په نیول شویو کې دوه تنه د مراکش او څلور نور د روسیې تبعه دي.
 له ترورېزم سره د مبارزې پولیس وایي، د کریک خان په سیمه کې پر یوه موټر مشکوک شول او د درېدو امر یې ورته وکړ. دوی وایي نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې په سوریه کې د داعش ډلې له غړو سره په اړیکه کې دي. نیول شوي کسان د لا ډېرو معلوماتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.