
د امریکا د فلوریډا په سواحلو کې د چکر یوې کښتۍ اور اخیستی، یو کس په کې وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي په دغه کښتۍ کې ټول ۵۰ کسان سپاره وو. د کښتۍ پاتې سپرلۍ د چټکو ځواکونو لخوا ژغورل شوې ده. پولیس وایي، د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.