په عراق کې دوه ځانمرګي بریدو کې ۸۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د دوو ځانمرګو بریدونو له کبله ۱۶ تنه وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان دي.
دا له څو میاشتو وروسته د عراق په پلازمېنه کې تر ټولو خونړۍ پېښې بلل شوې دي. د عراق د کورنیو چارو وزارت ویاند سعد معن ویلي، چې دوو ځانمرګو بریدګرو د کارګرو پر یوې ډلې بریدونه کړي، چې ګڼه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
 ځینو عراقي رسنیو بیا ویلي، چې په دغه پېښه کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان دي.