وېنزویلا کې ۲۰ تنو ته د خوراکي توکو پر سر د نښتې له امله مرګ ژوبله اوښتې

په وېنزویلا د خوراکي توکو پر سر په خونړیو نښتو کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
 د راپورونو له مخې د وېنزویلا په مریدای ښار کې د خوراکي توکو د کمښت له کبله د خلکو او وسله والو ترمنځ خونړۍ نښته شوې، چې څلور کسان په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.د آرپوی ایالت د ښاروالۍ چارواکي وایي، چې له وژل شویو درې تنه یې پر ګولیو ویشتل شوي دي.
 ویل کېږي، چې خلک د وریجو د اخیستولپاره په بازار کې راټول شوي وو، چې د یوې ډلې وسله والو لخوا پرې ډزې شوې دي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده. په وژل شویو کې یو ۱۷ کلن ځوان دی او پاتې نورې یې د ۲۳ کالو په شاوخوا کې عمرونه لري. ټپیان د سیمې نېږدې روغتون ته استول شوي دي.
 چارواکي وایي، چې دغه ښار له بې وزلو خلکو ډک دی، خوراکي توکي کم دي او بیې یې هم لوړې دي. د نښتو پر مهال د سیمې ګڼ شمېر سوپر مارکېټونه چور شوي، چې چار واکي یې پړه پر یوې ډلې مشهورو غلو ور اړوي.
وېنزویلا اوس مهال له سخت اقتصادي بحران سره مخ ده، د توکو بیې پکې له کچه لوړې دي. دغه راز دغه هېواد د طبي توکو له جدي ګواښ سره هم مخ دی.