٫٫٫
دبغداد ښآر چي آبادېدئ په هغه زمانه کښې خلیفه منصور وامام ابو حنیفه رحمت الله علیه ته دقضا دعهدې پېشکش وکړو خو امام صاحب منظورنه کړو٫په همدې خبره سره چي امام ابوحنیفه رح دقضا عهده قبوله نه کړه ٫ خلیفه منصور٫ له دیري غصې څخه سور تنور شو٫ او امام ابوحنیفه رح ته یې وویل٫ هرڅنګه چي وي دحکومت نوکري به ارومرو خامخا کوې٫ خوښه ستاده چي دقاضي وظیفه اخلې او که بله ٫ او که نه وي نو بیا به درته له دې څخه سخت کار په حواله درکړم٫ خو امام صاحب رح پر خپله خبره ټینګ ولاړوو٫ حکومت په هیڅ حال کې نه پرېښودلئ٫ بالاخره امام صاحب رح ته یې داکار په حواله ورکړو٫ چي دبغدادښار دابادیدو دپاره چي هره ورځ څومره خښتي پر حیوانانو بارکړي رارسیږي٫ ددې شمېر به کوي٫ او خلیفه منصور قسم اخیستئ وو٫ چي امام صاحب به دا کار خامخا کوي٫ غرض یې داوو چي دامام صاحب ورځ به ټوله په خښتو شمېرلو تېره شي اوچي یوه یوه خښته پورته کوي اوشماری یې نو لاسونه به یې غلبېل غلبېل شي٫ په همدې چل سره یې امام صاحب رح په یو لوی امتحان او ازمایش کې واچاوو٫ بلکه داکار یې ورته دسختې سزا په توګه ورته غوره کړو٫ یعنی په همدې ډول سره به امام صاحب رح تنګ سي ٫ نو دقضا وعهدې ته به غاړه کښېږدي٫ امام صاحب رح خو ماشوم نه وو٫ چي په همدې چلونو باندې نه پوهېدلو٫ هغه ښه عاقل٫ زیرک عالم٫ ریاضي یې هم ویلې وه ٫ ښه پوهېدلئ٫دټولې ورځې دخښتو پړۍ چي به ولګېده ٫ امام صاحب رح به ماښام راغلئ په یوه پېمانه سره به یې اندازه وکړله ٫ په اوږد باڼس به یې دپړئ دلوړوالي او اوږدوالي او پلنوالي ٫ اندازه وکړه ٫ او دهرې پړئ دخښتو دشمېر حساب به یې وکړئ او حکومت ته به یې خبر ورکړئ٫ داسي نو دخلیفه منصور قسم هم پوره سو او امام صاحب دقضا دذمه دارۍ څخه خلاص سو٫
٫٫٫
اخذ٫ کتاب الورع ص ۶۶
٫٫٫
په درناوي
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
omari.afghan@hotmail.com
وروستي