
ملګرو ملتونو په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ایران یمن ته پر وسلو لېږدولو تورن کړ او ادعا یې کړې، چې ایران بین المللي قوانین نقض کړي دي.
په خبر پاڼه کې راغلي، چې د یمن لخوا پر سعودي عربستان د بالستیک راکټونو په مخنیوي کې د ایران نه مرسته کول له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي. دغه سازمان همدا راز ویلي، چې د ویشتل شویو راکټونو پاتې شوني دا په ډاګه کوي، چې د دغه وسلو سرچینه له ایران څخه ده. دوی وایي ایران له هغه پرېکړه لیک څخه سر غړونه کړې ده، چې له مخې به یې ایران له یمن سره د هېڅ ډول وسلو مرسته نه کوي.
له دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې نیکي هیلي هم ادعا کړې وه، چې ایران یمن ته وسلې قاچاق کوي، خو ایران دغه ډول تورونه ردوي.