
د افریقا اتحاد یې (AU) د افریقایي هېوادونو، هائیتي او السالوادور په اړه د ټرمپ وروستۍ توهین کوونکې څرګندونې په کلکه غندلې دي او دغه ډول کړنې یې د دودونو او منل شویو تګلارو خلاف عمل بللی دی.
له دغه اتحادیې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د امریکا ولسمشر ته په کار نه ده، چې دغه ډول کوچنۍ او پوچې خبرې وکړي. د افریقا د اتحادیې ویاند ویلي، چې امریکا په ټوله نړۍ کې د هېوادونو یوه نمونه ده او باید داسې څرګندونې وکړي، چې نور ترې تقلید وکړي، نه داسې چې د نړۍ پر وړاندې ځان کوچنی کړي.
افریقایي هېواد بوتسوانا هم د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د ټرمپ څرګندونې غیر مسوولانه او نژاد پرستانه بللې دي. په خبر پاڼه کې راغلي، دوی حیران دی، چې د امریکا ولسمشر ولې داسې پوچې خبرې د هغه هېوادونو په اړه وکړي، چې کلونه کلونه ور سره ښې اړیکې لري. د افریقا ملي کنګرې هم د افریقایي هېوادونو په اړه وروستۍ څرګندونې له توهین او تحقیر څخه ډکې بللې دي.
همدا راز د اوګاندا د نړیوالو اړیکو وزیر ویلي، چې دوی به د افریقا د اتحادیې په راتلونکې ناسته کې، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې جوړېږي د ټرمپ د وروستیو غیر مسوولانه څرګندونو په اړه رسما غبرګون وښایي.
د یادولو وړ ده، چې د امریکا ولسمشر په سپينه ماڼۍ کې په یوه ناسته کې ویلي، چې ځینې افریقايي هېوادونه د کثافاتو او فاضلابو څاګان دي. ټرمپ یادې څرګندونې هغه مهال کړې دي، چې د سنا غړو دیک دوربین او لیندي ګراهام د کډوالۍ د نوې جوړې شوې طرحې په اړه نوموړي ته معلومات ورکول. د ده په وینا امریکا ته نه ده په کار چې د سلوادور، هایتي او نورو دې ته ورته افریقايي هېوادونو کډوال ومني.