د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي به نن کابل ته را و رسيږي

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي به نن، د افغانستان د سیاسي او امنيتي حالاتو د ارزونې په موخه کابل ته را و رسيږي.
د رېپوټونو له مخې، په دغه پلاوي کې به د امریکا استازې نيکي هيلي او همداراز د امنيت شورا د سږ کال مشر، چې د کزاخستان (قزقستان) هېواد دی، هم په دې پلاوي کې شامل دي.
له افغانستان څخه دغه لیدنه په داسې مهال تر سره کیږي، چې له یوې خوا د دولت د مخالفو ډلو سره د سولې خبرې اترې کومه مثبته پایله تر اوسه نه لري، او له بل خوا یو شمېر جنګسالاران لکه عطامحمد نور هم یاغي شوي، چې په دې هکله د یاد پلاوي همکاري او د ملي وحدت حکومت کلک دریځ اړین دی، تر څو د قدرت دغه ناقانونه ټاپوګان نور له منځه یوړل شي.