پوتین: شمالي کوریا د امریکا سره په ډغرو وهلو کې بریالۍ وه

د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين د شمالي کوریا ولشمر عاقل او بالغ بللی او زیاته کړې: د شمالي کوریا لارښود کيم جونګ اون د لوبې دغه برخه (د امریکا سره اټومي مخامخوالی) ګټلې.
پوتين چې تير ماښام يې د کامسامولسکیه ورځپاڼې په دفتر کې، د مطبوعاتو د ورځې په مناسبت له خبریالانو سره لیدنه درلوده ويلي: د شمالي کوریا ولسمشر خپل ستراتيژيک هدف ته رسیدلي، او اوس د توغنديو لپاره اټومي خولۍ لري، چې توغندي يې کولی شي ۱۳ زره متره واټن ووهي.
د پوتین په وینا، چې شمالي کوریا اوس د دې جوګه ده، چې د هر بالقوه دښمن خاوره تر برید لاندې راولي.
نوموړي د شمالي کوریا د مسالې د حل په هکله ويلي: چې دغه مساله باید د خبرو اترو له لارې حل شي او شمالي کوریا لارښود هم دې ته لېوالتیا لري، چې اوضاع آرامه شي او له تقابل نه بهر شي.
وروسته له هغې، چې په وروستيو وختونو کې شمالي کوریا په پر له پسې توګه اټومي آزموينې تر سره کړې، پر دغه هېواد د امنيت شورا لخوا بندیزونه ولګیدل.
د شمالي کوریا او امریکا تر منځ اړيکې له همدې کبله ډيرې خرابې شوې او د دغه هېوادونو تر منځ وروستی ځل مخامخ خبرې اترې نږدې یوه لسیزه مخکې تر سره شوې وې.