د ګرجستان یوه تازه دمي پوځي ډله به افغانستان ته را و رسيږي

د ګرجستان د څلرم پوځ د ميکانيزه ټولګي یو شمېر سرتيري او پوځیان، نن د دغه هېواد  د پلازمينې تبليسي ته څېرمه د وازیاني په پوځي اډه کې بدرګه شول.
د ګرجستان د دفاع وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغه مراسمو کې د ګرجستان دفاع وزير لوان ايزوریا، لوی درستيز ولاديمپر چاچيبایا او د جرمني يو لوړپوړي افسر برخه درلوده.
د ګرجستان دغه پوځيان ، چې د ټانک او توپخانې ډلې څخه دي، چې په افغانستان کې به د خپلو پياده ځواکونو ځایناستي شي. دغه ډلې ته په جرمني کې یوه موده روزنه ورکړل شوې ده، په مزار شریف کې به د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې د جرمني تر کوماندې لاندې دنده تر سره کوي.
اوسمهال ګرجستان په افغانستان کې ۸۷۰ پوځيان لري.