
د چین له ساحل سره نیږدې د دوو بیړیو په ټکر کې دوه دیرش تنه لادرکه شوي دي.
ټکر د یوې پاناما بیرغ درلودونکې تیلو بېړۍ او د هانکانګ اړوند یوې کارګو بیړۍ ترمینځ شوی دی چې د تیلو بېړۍ اور اخیستی دی او تر اوسه پورې یې لمبې پورته کیږي.
په تري تمو کسانو کې ۳۰ تنه ایرانیان او ده بنګله دیشیان دي.
یادې بېړۍ ۱۳۶ زره ټنه تیل انتقالول چې مقابلې کارګو بېړۍ یې ۶۴ټنه غله لیږدوله.
ژغورنکې ډلې په عملیاتو بوختې دي خو د ایران سمندري چارو چارواکي وایي چې د اور لمبو او خرابې هوا د ژغورنې عملیاتو کې خنډ رامینځته کړی دی.