شمالي او سويلي کوریا له دوو کلونو وروسته مخامخ خبرې کوي

شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره د خبرو لپاره پنځه کسیز پلاوی اعلان کړی دی. ویل کېږي دواړه هېوادونو له دوو کلونو وروسته له یو بل سره مخامخ خبرې کوي.
دغه پلاوی، چې مشري یې ري سون گوآن کوي، د جنوبي کوریا سرحدي سیمې پانمونجوم ته به ځي او له دغه هېواد سره به په هر اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.
 په ورته وخت کې جنوبي کوریا هم د خپل مرکچي پلاوي لېست شمالي کوریا ته سپارلی دی. د راپورونو له مخې کېدای شي دواړه لوري پر دې هم خبرې وکړي تر څو شمالي کوریا په جنوبي کوریا کې په جوړېدونکو ژمنیو المپیک لوبو کې هم ګډون وکړي.