د هندوراس ولسمشر د دوهم ځل لپاره ټاکل شوی، خلکو يې پر ضد لاریونونه کړي

زرګونو کسانو د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د اورلاندو هرناندز د ټاکل کېدو پر ضد لاریونونه کړي.
 د هندوراس په دویم لوی ښار سن پدرو سولا کې زرګونه کسان لارو او کوڅو ته را وتلي او د اور لاندو هرناندز پر ضد شعارونه ورکوي. دوی وایي، چې په ټاکنو کې اصلي بریالی د مخالف حزب کس دی.
 دغه لاریونونه په داسې حال کې کېږي، چې د دغه هېواد ولسمشریزې ټاکنې د نومبر میاشتې په ۲۷ نېټه تر سره شوې او ټاکل شوې ده، چې د جنوري میاشتې په ۲۶مه نېټه د تحلیف مراسم تر سره شي.