ټرمپ له کيم جونګ اون سره د تيلفوني خبرو لپاره لېوالتیا ښودلې

د امریکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ ويلي، چې حاضر دی د شمالي کوریا له ولسمشر کيم جونګ اون سره تيلفوني خبرې وکړي.
په همدې مهال شمالي کوریا اعلان کړی، چې دا احتمال شته، چې په راتلونکې میاشت کې په سويلي کوریا کې د ژمني المپيک په لوبو کې ګډون وکړي.
ټرمپ چې د اونۍ د پای رخصتیو د تيرولو لپاره کيمپ ډېويډ ته تللی هيله څرګنده کړې، چې د شمالي او سويلي کوریا تر منځ به په راتلونکې اوونۍ کې خبرې اترې مثبته پایله ولري.
د یادونې ده، چې په دې ورستیو اونیو کې د ډونالډ ټرمپ و کيم جونګ اون تر منځ لفظي شخړې ډيرې شوې وې.