
په تېر ۲۰۱۷ کال کې درې زره ۱۱۶کډوال، چې غوښتل یې له مدیترانې سمندرګي واوړي او اروپایي هېوادونو ته ځان ورسوي، خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان دې خبر ته په اشارې سره ویلي، چې د وړم کال په پرتله پر دغه لاره د مړو شویو کسانو شمېره کمه شوې ده.
دغه سازمان وایي، په وړم ۲۰۱۶ کال کې لږ تر لږه۱۴۰ زره کډوالو د مديترانې په اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و. تېر ۲۰۱۷ کال ټولټال ۱۷۱ زره او ۶۳۵ کډوال اروپا ته تللي، چې اویا سلنه یې اېټالیا او پاتې نور یې یونان، قبرس او اسپانیا ته ننوتلي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان وایي، کلونه کېږي چې د مدیترانې اوبه اروپا ته د تلونکو غیر قانوني کډوالو د مرګ پر مسیر بدلې شوې دي.