
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مکسیکو سره د دېوال جوړولو لپاره له کانګرس څخه د ۱۸ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
وال سټرېټ ژورنال امریکایۍ ورځپاڼې هغه اسناد تر لاسه کړي، چې له مخې یې ډونالډ ټرمپ د امریکا او مکسیکو تر منځ د دېوال جوړلولپاره له کانګرس څخه د ۱۸ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
له مکسیکو سره د ۷۰۰ میله دیوال جوړول د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال د ډونالډ ټرمپ له لومړیتوبونو بلل کېدل. د امریکا ولسمشر له دې وړاندې ویلي و، چې د دغه دېوال د جوړولو پیسې به خپله مکسیکو پرې کوي.
دغه راز ویل کېږي، چې امریکا غواړي ۳۳ میلیارد ډالر په خپلو لودیځو سرحدونو کې د امنیت د ټینګښت لپاره ولګوي.