جواد ظریف نيوکه کړې؛ ټرمپ یو ځل بیا په خپل بهرني سیاست کې تېروتنه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، چې د امریکا ولسمشر یو ځل بیا په خپل بهرني سیاست کې تېروتنه وکړه او ماتې یې وخوړه.
 نوموړي په خپل یوه ټوېټ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ ناستې ته په اشارې لیکلي، چې په دغه بیړنۍ ناسته کې یوازې د ۱۵ هېوادنو استازو ګډون کړی و، چې اکثرو یې په ایران کې روان حالات او لاریونه د دغه هېواد کورنۍ چارې بللې دي.
 په دغه غونډه کې د امریکا استازې نیکي هیلي ویلي، چې نړۍ باید پر هغه څه ځان خبر کړي، چې په ایران کې روان دي. په ناسته کې د ګڼو هېوادونو استازو پر ایران نیوکه کول د هغه هېواد په کورنۍ چارو کې لاس وهل بللي دي، خو ویلي یې دي چې سوله ییز لاریونونه د هر چا حق دی چې باید ورکړل شي.
 د امنیت شورا دغه ناسته بې پایلې پای ته رسېدلې ده.