ټاكو اوس خوله ولږوله

صاحبزاده
له كله نه چي دا صليبي لښكري زمونږ په ګران هيواد په زور ظلم تجاوز او د ټولو بشري قوانينو په خلاف راننوتلي دي نو له لومړي ورځي څخه يي دلته په چور چپاول وژني او بي عفته اوبي حيايي لاسونه پوري كړي دي او د دوي د ژوند ښه مزه ناكي او زړه پوري شيبي هغه وخت وي چي دوي افغاني غيرت ناموس لوټوي ، مظلوم افغانان په وينو ولمبوي كه هغه په خواږه خوب ويده وي او كه خپله خواري مزدوري پسي روان وي او يا هم د كلونو كلونو مسافر خپل ټاټوبي ته راغلي وي اويا يي مريض روغتون ته روان كړي وي نر وي او كه ښځه ، او يا هم واړه او تنكي ځوانان مكتب ته راوان وي او په زړه كي كرل ريبل كوي چي غټ شم پوهنتون به وايم بيا به د خپل وران ويجاړ ټاټوبي ته د خدمت مصدر ګرځم او په سلګونو نور داسي خلك او مختلفو فكرونو او سوچونو كي ډوب وي خو چي د دي وحشيانو او خونكارانو نښه پري برابره شي نو په ګوليو يي غلبيل غلبيل كړي او په ډير واز كومي اعلان وكړي چي ځان وژونكي وو او غوښتل يي چي د ايتلافي ځواكونو په لوري راشي خو د ايتلاف ځواكونو پري وار د مخه كړلو او يا وايي چي د ايتلاف ځواكونو ورته د ودريدلو اشاره وكړله خو دا په ډيره تندي د هغوي په لوري روان وو نو هماغه وو چي د ايتلاف ځواكونو دا اتلولي وكړله چي هغوي يي وويشتل او ځاي په ځاي يي ووژل خو چي بيا وروسته معلومه شي چي هغه مريض د مرګ او ژوند په منګولو كي راګير وو او روغتون ته يي ليږدولو او يا هم پري د مكتب ناوخته كيدلو او په چستي روان وو او يا د مكتب نه د كور په لوري روان وو نو بيا دا وحشيان يوه بله اعلاميه خپره كړي او يو ژور خفګان په كي ښكاره كړي او د غمځپلي كورني ته د تسليت او ډاډګيرني پيغام وړاندي كړي چي خير دي دا راځي تر څو چي مونږ يو ددي نه د غټ غم دي درباندي نه وي خير دي دا هير كړي او مونږ به د يوڅو ډالرو انعام د رباندي وكړو او دا خو په كي راځي ځكه مونږ ستاسي امنيت نيولي او مونږ تاسي ته ديموكراسي راوړي ده تاسي ته مو ازادي دركړي ده نو هماغه وي چي خبره خلاصه شي ، دغه صليبيان خو پريږده ځكه چي دوي د همدي غرض او خواهش لپاره راغلي دي او همدا يي اصلي مقصد وي خو تش په نامه واګدران هم كله نا كله بيا همداسي يو څو نمايشي غږونه پورته كړي او درسنيو له لياري يي خپاره كړي چي مونږ پر دي كړنه خواشيني يو او دا عمل بايد بيا تكرار نه شي او مونږ د وژل شو كورنيو سره په دي غم او خفګان كي شريك يو اوغم ځپلي كورني ته د الله تعالى څخه د لوي اجر غوښتونكي يو ، له دي څخه پورته څوك بيا ددي كړني پاڼه هم نه اړوي او دومره لوي جرم يواځي په يوه عادي لفظ چي اشتباه شوي ختم شي ، خو كله كله بيا داسي هم وشي چي دغه په نامه واګدارن هم له دغه صليبيانو څخه خوندي پاتي نه شي او ددوي په كورونو ورننوځي اوپه هماغه سترګه ورته وګوري لكه څنګه چي عامو افغانانو ته ګوري او په كورونو يي ننوځي غټ او واړه ځوان او سپينږيري راوباسي وتړي او كور كي تور سري هم يا په سپيو وداړي او يا يي هم په خپلو ناپاكو قوارو وډار كړي او داسي يي وډاركړي چي تر ډيره پوري ددوي د هماغه د وحشت او ظلم ډكي كړني د هغوي په سترګو كي وي چي څنګه دغه وحشيان مو په كور راننوتل د كور د حرمت د چارديوالي او چادري حرمت ته يي ونه كتل او مخ په وړاندي ماشه په لاس راروان وي او چي هر زي روح ورته په مخه ورځي نو د ودريږده وړاندي رانشي چغي او رمباړي پري ووهي او بيا وروسته ټول كور لوټ په لوټ واړوي هيڅ هم پيدا نه كړي نو په اخره كي د كور كوم تنكي زلمي له ځان سره كړي چي تر څو خالي لاس لاړ نه شي او خپل كړي وحشت په دي پټ كړي چي دا دي يو مو تري راوستلو كوم غرض په خاطر چي تللي وو هاغه مو سرته ورسولو او كله كله خو هملته كوم يو بيچاره افغان د كور په انګړ كي د ماشومانو او مور پلار خويندو او ورونو په وړاندي په ګوليو سوري سوري كړي او زمونږ واګدارن بيا د خواشيني نه غير نور هيڅ نه شي كولي خو كله چي بيا ددوي په كور دا ګړني سرته ورسيږي نو دوي بيا د رسنيو د سر ټكي وي او په هره ورځپاڼه او خپرونه كي دوي وړاندي راځي خبري ناستي كوي په ولسي جرګه ولايتي جرګه كي پري بحثونه كوي او دا عمل په كلكه غندي نو اوس خبره داده چي دا نهم كال دي چي دا صليبيان راغلي او هره شپه او ورځ د افغانانو په كورونو وراوړي نن د يو افغان په كور او له هغه نه ورسته بيا د بل افغان په كور چپاول وروړي اوهلته هم همدا كړني سرته رسوي زمونږ دا وګدارن ولي چوپه خوله ناست وي او د لري نه خواشيني ښكاره كوي خو چي په خپل سر يي راشي بيا وايي چي ظلم يي كړي دي او زمونږ د كور غټ او واړه يي زورولي دي او زما فلاني خپل يي شهيد كړي دي ولي د ټولو افغانانو غم نه خوري او ولي په داسي غمجنه لهجه د نورو افغانانو په ويرغمجن كيږي نه ايا تاسي د نورو افغانانو څخه څه توپير لري ايا تاسي د هغو مجاهدينو څخه څه توپيرلري چي هغوي خپل سرونه د الله په لار كي د روسانو سره په جګړو كي وړاندي كړي وه او نن يي په كور ستاسي بادران امريكايان په يو نوم او په بل نوم ورننوځي ، په پروني جهاد كي مات او ګوډ شوي وي او په لاره سم نيغ تللي نه شي او دغه وحشيان يي په كور ورننوځي او هغوي په يو نوم او په بل نوم د ځان سره وړي او تكليفونه او مشكلات پري تيروي دغه واګدارن او اولسي استازي ولي چپه خوله وي ايا هغوي افغانان نه وي او كه هغوي خپل سرونه ددي ملك د ازادي د پاره نه وه وړاندي كړي ايا د هغوي هماغه قرباني نه وي چي ګران افغانستان يي د سرو وحشي روسانو د منګولو څخه ازاد كړلو نن ولي دوي د زندان د تورو تمبو شاته په وحشي قفسونو كي پراته دي او د صليبيانو د وحشت او ظلم ښكار دي ولي دغه بي واكه او پردي پالي مشران يي پوښتنه نه شي كولي خو چي ددوي په كورونو ددوي باداران ورواوړي نو بيا ټاكو خوله ولګوي او صليبيان بيا ظالمان هم وي او د كور او چارديوالي حرمت يي پايمال كړي وي او دوي په ډيره واز كومي دا خبره بيا كوي چي زما په كور دا ظالمان راننوتي وه او زما فلاني خپل يي تړلي وو او فلاني يي راته شهيد كړي وو او دوي په دي خبره ښه پوه وه چي دا د فلاني وكيل صاحب كور دي ځكه زما فلاني خپل ورته وويل چي دا د افغانستان د ولسي جرګي يا ولايتي جرګي د وكيل كور دي نو امريكايي عسكرو ورته وويل چي هو مو نږ پوهيږي چي دا د فلاني صيب كور دي نو په ډير تعجب سره دا وايي چي دوي زه پيژندلم بيا هم زما پر كور راواوختل او دا او هغه يي وكړل نو اوس خبره داده چي مونږ عام افغانان چي په شرق كي يو او كه په غرب كي په داخل د افغانستان كي او كه په بهر كي په دي ګړنو خفه كيږو او داسي ګړني د اسلامي او افغاني دود او دستور مخالف ګڼو او د ا د خپل هيوادوالو بي عزتي او بي حرمتي د ټولو قوانينو خلاف ګړنه كڼو د هر افغان په درد داسي درديږو لكه په خپل كور چي درديږم په دوي دومره درديږم لكه په خپل تره او د تره په اولادونو چي درديږم خو افسوس په دي راځي چي ولي دغه زمونږ وكيل صاحب او ولي دغه دولتي مامور په عامه افغانانو ولي داسي چغي او سوري نه پورته كوي خو چي كله يي په كور راشي نو بيا ورته ټاكو ښكاره شي كني تر هغي وخته پوري هيڅ مسئله نه وي چي كله ددوي د سر نه په غير د بل په سر وي كه سړي د عام افغانانو حالت ته وګوري چي دغه صليبيان يي په كوم حالت په كور ورننوځي او په كوم حالت يي د مشرانو او كشرانو په مخ كي نيسي او كش كوي او توري خلتي ورته اچوي او په داسي حالت كي يي د كور نور خلك پريږدي چي د مرګ تر وخته پوري يي هغه حالت نه هيريږي نو هغه وخت كي دغه وكيل صاحبان او واګداران ولي غلي وي او ددي اشغالګرو دغه ګړني ته ولي په بده سترګه نه ګوري اوبده يي لا دا چي كله كله په هغه وخت كي پړ هم افغانان ګڼي او اشغالګر د وطن د ازادي اتلان.